د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له افغانستان سره به خپل ملګرتیا پرې نه کړو"


په افغانستان کې مېشت د نړیوال ځواکونه وايي چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته به هم جګړې ځپلی افغانستان یوازې پرې نږدي.


د نړیوالو مرستندیو ځواکونو ویاند جنرال هينز فيډمن پرون په کابل کې يو کنفرانس ته وويل چې ايساف به د ٢٠١٤م کال تر پايه افغان ځواکونو ته د بشپړو امنيتي مسووليتونو د سپارلو پر مهال د خپلو افغان همکارانو ملاتړ ته ژمن وي.

افغان ځواکونو د جون مياشتې له اتلسمې نېټې د ټولو امنيتي مسووليتونو مشري اخیستې ده او د امریکا په مشرۍ کې د نېټو ځواکونه يې د ملاتړو رول لري.

له ناټو او امريکايي ځواکونو څخه افغان لوري ته د امنيتي مسووليتونو د سپارلو بهير د ٢٠١١م کال په جولايى کې پيل شوى وو چې تر ٢٠١٤م کاله پورې به دا پروسته پای ته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG