د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونو لنډیز




• په بلوچستان کې د شعیه مسلمانانو بېلا بېلو اتحادیو د خپلو غړو د وژنې پر ضد نن په کوټه کې د ویر او کاربندیز اعلان کړی دی. دا له هغه وروسته ده چې تېر شپه په کوټه کې نامالومه وسله والو په دوو بېلا بېلو پېښو کې د څلور شعیه مسلکه هزاره ګانو په ګډون شپږ تنه ووژل او پنځه یې ټپیان کړل. وسله والې ډلې لښکر جهنګوي ویلي چې د کوټې پر مسجد روډ هغه لومړی پېښه دوی کړیده چې څلور کسان په کې وژل شوي او دوه ټپي شوي دي.

• د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په کراچۍ کې د بد امني پر زیاتوو شوو پېښو اندیښنه ښودلې ده . یاد کمیشن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کراچۍ د ښاریانو لپاره روان کال تر ټولو زیات خونړی ثابت شوی دی چېري چې په تېرو شپږو میاشتو کې ( اولس سوه شپږویشت ) کسان وژل شوي دي. خو د کراچۍ د پولیسو ویاند عمران شوکت وايي ، دومره کسان نه دي وژل شوي لکه څومره چې د بشري حقونو کمېشن ښودلي دي. د بشري حقونو د کمېشن په دې رپوټ کې ویل شوي چې تر ټولو زیات کسان د سیاسي تعلق پر اساس په نښه شوي دي چې شمېر یې ( پنځه سوه پنځه څلوېښت ) دی.

• د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا ویلي ، تر څو چې پاکستان اجاره ورنه کړي افغان طالبان له دوی سره خبرې اترې نه شي کولای. ډاکټر رنګین دادفر سپنتا له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل ، افغانستان به پر امریکا فشار اچولو ته دوام ورکړي چې پاکستان همکارۍ ته اړ کړي. یاده دي وي چې افغان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د امنیت پر تړون تر هغه وخته د خبرو اترو لړۍ درولې ده چې د هغه په وینا ، وسله والو طالبانو د افغانستان د سولې له عالي شورا سره مزاکرات نه وي پیل کړي.

• د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال ويليم برنز وايي واشنګټن د مصر له پوځ څخه غوښتي چې د سياسي انګېزو له مخې دې د خلکو نيول ودروي. ويليم برنز پرون په قاهره کې وويل چې واشنګټن د مصر جمهوري بريا او نېکمرغۍ ته په کلکه ژمن دى. د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال ويليم برنز دا څرګندونې د مصر له لنډمهاله ولسمشر عادل منصور او د دفاع له وزير عبدالفتاح السيسي سره تر کتنې وروسته وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG