د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کوټې ښار راته اوور دی"


موږ ټول هزاره وګړي له سرکاره خواست کوو چې زموږ د امنيت لپاره کوټلي ګامونه پورته شي، او موږ يو وارې بیا د کوټې په ښار کې د پخوا په څېر وګرځو.


د کوټې په بېلا بېلو سیمو کې له نورو قامونو سره تعلق لرونکي ځوانان چې چېرته غواړي له خپلو همځولو سره د لوبو يا سیل لپاره تللای شي. که نه شي تللای نو هغه د هزاره و يا اهل تشیع هغه ځوانان دي، چې د تېرو څو کلونو ناامنيو اوس تر خپلو کورونو محدوده کړي، او د دوی په خبره د نورو قامونو له وګړو سره ملګري يې هغه د پخوا په څېر نه ده.


د ښار لوېديځ لور ته د مري آباد د غره په بېخ کې هزاره ځوانانو خيمې لټولې، ټولۍ ټولۍ ناست د چکې لوبه کوي. په سلګونو ځوانان خو يو هم په کې د بل قام ځوان نشته، ټول اهل تشیع يا هزاره ځوانان دی. د شنو يا تورو چايو غوړپ کوي، په خپله ژبه کې له ملګرو سره خبرې او په خپل وار سره د چکې دانه غورځوي. همدا ځوانان وايي ؛د دوی ژوند بس همدلته دی، که له خپلې سیمې د لږ وخت لپاره هم ووځي، نو فکر نه کوي، چې بېرته ژوندي خپل کور ته ستانه شي؛. پنځه ويشت کلن ځوان محمد اسد همدا خبره کوي.

؛موږ د خراب امنيت ، هدفي وژنو او ترهګرۍ له امله بس همدلته راځو. تاسو ته مالومه ده چې موږ بل ځای نه شو تللای. نو ځکه موږ له سرکاره خواست کوو چې زموږ د امنيت لپاره کوټلي ګامونه پورته شي، او موږ يو وارې بیا د کوټې په ښار کې د پخوا په څېر وګرځو. ځکه چې دلته مو اوس بیخي نفس تنګ دی؛.


که څه هم په عامو شپو کې هم په دې ځای کې د هزاره و ځوانان د لوبو لپاره راځي. خو د دوی په خبره د روژې په مياشت کې بیا له تراوو تر پېشلمي پورې ټوله شپه شاوخوا ټول ځوانان همدلته لوبې کوي. يو بل ځوان ادريس څه داسې وايي

؛ تاته مالومه ده چې د روژې مياشت روانه ده. موږ اکثره ځوانان د ورځې خپلې دوکاندارۍ کوو. ماښام وخت د ماخستن تر لمانځه وروسته همدلته له ملګرو سره راځو او بیا زموږ دا محفلونه تر پېشملي پورې وي. دلته موږ ملګري لډو يا چکه کوو، او ورسره پتې کوو. له دې سره سره بوتلان، شنې او تورې چای هم کوو. نو دا محفلونه هره شپه په پېشملي پای ته رسېږي؛.

د هزاره قبیلې وګړي وايي ؛په تېرو څو کلونو کې د ترهګرۍ په بېلا بېلو پېښو کې د دوی په سلګونو وګړي وژل شوي، او همدومره يې ټپيان شوي دي. چې اوس ورته د کوټې ښار هوبهو اوور ښکاري. چې د دوی په خبره اوس يې اکثره وګړي خپلې دوکاندارۍ هم له کوټې ښاره خپلو سیمو ته منتقلوي.
XS
SM
MD
LG