د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتو تعلیم ورکولو له پاره کار پیل، عثمان کاکړ


کوټه - په بلوچستان کې واکمن، پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، په صوبه کې پښتو ژبه د تعلیمي نصاب برخې ګرځولو له پاره یې کار پیل کړی دی.


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر عثمان کاکړ له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، دوی به د اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ په مشرۍ د کابینې په لومړۍ غونډه کې دا خبره مطرح کوي.

کاکړ وویل، د دوی ښوونځي او دیني مدرسې اردو او عربي ژبو نیولي دي او زده کوونکي یې پښتانه دي.

دی وايي، د خدای دین هم باید په مورنۍ ژبه وښودل شي.

کاکړ وویل، په دې لار کې ستونزې شته دي. له دې ستونزو یوه دا ده چې استادان به پښتو زده کوي، دوی به کتابونه چاپوي او بیا به له لومړي ټولګي په پښتو ژبې د ښوونې او روزنې بهیر پیلوي.

کاکړ وویل، د دې کار له پاره یې بجټ ایښی دی او دا به د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لومړی کار وي.

په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له صوبايي مشر عثمان کاکړ سره د مشال راډیو خبریال نیاز موساخېل مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG