د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان: طالبانو ویلي، خلک به نرۍ جامې نه اغوندي


پراګ - د جنوبي وزير ستان په واڼه کی ځايي طالبانو څو ورځی مخکې د يوه کاغذ (پمفلېټ) په ذريعه ولس ته هدايت نامه جاري کړي ده چې نرينه او ښځینه دواړه به داسې جامې نه په غاړه کوي چې ځان تر ښکاري.


په دې پمفلېټ کې د نریو جامو تر څنګ په جوړو جامو هم بندیز لګول شوی دی او د رخت یا کپړو دوکاندارانو ته ویل شوي دي چې که پر دې هدایاتو (لارښوونو) یې عمل و نه کړ نو جرمانه به په لګول کېږي.

په واڼه کې مې له یوه ځوانه پوښتنه وکړه چې ایا هغوی د طالبانو دا لارښوونې مني او که نه؟

ده د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا خو شا و خوا درې کاله وشول چې دا عمل روان دی خو د هر اختر په وخت طالبان داسې اعلانونه کوي چې خلک دې نري کالي نه اغوندي.

دا ځوان وايي، دوی غواړي چې یو حکومت وي. یا خو دې د طالبانو حکومت وي او یا هم عادي حکومت.

د واڼه یوې ښځې د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، طالبانو د واڼه په بازار کې د رختونو په دوکانونو کې پر نریو کپړو تېل اچولي دي او سوځلي یې دي.

د طالبانو د دې حکم نامې په اړه مو د جنوبي وزیرستان له پولیټیکل اېجنټ او نورو اړونده چارواکو سره د رابطې هڅه وکړه خو هغوی په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

په اسلام اباد کې مو د واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند له یوه مشر سینېټر ظفر علي شاه پوښتنه وکړه چې د ولس د ورځني ژوند په چارو کې د طالبانو مداخله ایا د دوی د حکومتي واک او خپلواکۍ له پاره نېغ ګواښ نه دی؟

دی وايي، د واڼه خلک هم هغه حقونه لري چې د پاکستان نور ولس یې لري:

((سل په سله، که د جنوبي وزیرستان ولس دی او که د شمالي. هغوی هومره پاکستانیان دي چې څومره زه یم یا ته یې او یا میا نواز شریف دی. زموږ حکومت به د خلکو د دې حقونو دفاع کوي او د هغوی د بنیادي حقونو د خوندي کولو له پاره د ریاست یا دولت هم هومره ذمه واري جوړېږي چې څومره د یو بل پاکستاني له پاره جوړېږي.))

په واڼه کې اوسېدونکو د نوم نه ښودو په شرط وویل، دوی له تېرو درو کالونو راهیسې د طالبانو دا ډول هدایات یوازې د وېرې له وجې په منلو مجبوره دي.

په دې اړه د خلکو پوره خبرې د غږ (ږغ) په ځای کې په رپورټ کې واورئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG