د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د نوي سړک رغاونې کار پیل شو


خوست - د افغانستان د خوست ولایت د سپیرې ولسوالۍ د سړک د بیارغاونې کارونه پیل شول.


دا سړک د خوست یو شمېر ولسوالۍ او دا ولایت له پکتیکا او وزیرستان سره نښلوي.

د خوست اوسېدونکو په دې وروستیو کې څو ځلې د یاد سړک د بیارغاونې غوښتنې کړې وې.

سپیره د خوست په سویل ختیز کې هغه لیرې پرته ولسوالي ده، چې د سړک د خرابوالي له کبله په دې مسیر کې ټولو سیمو ته سفر او په ګاډو کې ورتګ ډیر ستومانوونکی دی، یاده ولسوالي، چې د پکتیا، پکتیکا او شمالي وزیرستان د لواړه منډايي سره په اوږدو ګډه پوله لري، ورته د غځیدلي سړک د یوې برخې، چې اوولس کیلو متره اوږدوالۍ لري، د بیا رغاونې کارونه د فواید عامې وزارت له پرمختیايي بودجې څخه پیل شول.

د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالي روان د دې سړک په اړه وویل، چې ولایتي اداره په دې هڅه کې ده، چې د دې سړک د اساسي رغاونې له پاره لازمې لارې چارې بیامومي:
((خوست والي صیب دا مسله د فواید عامې له وزیر صیب سره په خپل وروستي سفر کې شریکه کړې ده، نو زموږ جدي تلاش دا دی، چې د دې مهم سړک د جوړیدو له پاره د فواید عامې وزارت له لارې یا د نورو مرستندویه ټولنو په واسطه د تمویل سرچینې پیدا کړو.

د فعلاً له پاره د دغه ۱۷ کیلو متره سړک د ترمیم چارې پیل شوې، د دې سړک لګښت د فواید عامې وزارت پورې اړه لري، اما موږ د دې سړک د بشپړ تکمیل او اساسي رغاونې له پاره خپل تلاشونه روان ساتلي دي.))

د یادې ولسوالۍ د قومي شورا مشر حاجي علي خان امان مشال راډیو ته وویل، چې د سپیرې ولسوالۍ د پخواني سړک پخه برخه د کیفیت له پلوه په نشت حساب وه.
نوموړی زیاتوي، تر دې مهاله د سړک خرابوالۍ د دې لامل شوی، چې ځايي خلک نشي کولای خپل کرنیز محصولات او د جنغوزو پیداوار بازارونو ته یوسي، همدارنګه د سړک خرابوالي د ښې حکومتدارۍ د پیاوړتیا او د خلکو د روغتیايي او نورو ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو مخه هم نیولې ده:

((سپیره په طبعي لحاظ له ځنګلونو نه پوښلې سیمه ده، چې په هغه ځای کې د خلکو ډیری میوې جنغوزې دي،د سړک خرابوالۍ هم په حکومتدارۍ باندې تاثیر لري، دا هم د خلکو په سوداګرۍ او مارکیټ باندې تاثیر لري او هم د خلکو په صحت او روغتیا باندې تاثیر لري، بل په دې لاره په سل هاوو موټر د سونګ لرګي له شمالي وزیرستان نه خوست ولایت حتا مرکز کابل له پاره لېږدول کېږي.))

د سپیرې ولسوالۍ یو تن قومي مشر وايي، چې ځايي خلک د یاد سړک د یوې برخې د بیا رغاونې د کارونو په پیلیدنې خوشاله دي، خو غوښتنه لري چې په نورو ټولنیزو برخو کې دې هم سپیرې ته پام ډیر شي:

((د سپیرې خلک له دې سړک نه ډیره خوښي څرګندوي، موږ ډیر خوښ یو او بیا هم هیله لرو، چې حکومت به نور هم دې ولسوالۍ ته خپله پاملرنه ډیره کړي، لکه د دې سړک د کار په شان د استنادي دیوالونو په جوړولو او د شاړو ځمکو په ابادۍ کې به هم راسره مرسته وکړي، دې ولسوالۍ ته د خوست د چارواکو او نورو مسوولینو پام را اړوم.
په دې باندې د لواړه لاره راخلاصه ده، په دې باندې د ګیانې لار راخلاصه ده، دا د اورګون لاره ده، دا خو څه عادي لاره نه ده، چې تش نوم د ولسوالۍ پرې پروت دی، په دې لاره څلورو ولسوالیو ته مالونه انتقال کېږي، موږ په همدې لاره د تڼيو درګي ته هم تللی شو، وزیرستان ته هم تللی شو، ګیانې ته هم موږ تللی شو.))

د سپیرې ولسوال محمد عظیم خاکسار په خپلو خبرو کې د یاد سړک د کار پیلیدل وستایل، خو له ولایتي ادارې يې وغوښتل چې د یادې سیمې د اوسیدونکو روغتیايي اړتیاوې دې هم په پام کې ونیسي:

((مخکې پي، ار، ټي یا ولایتي بیارغاونې ټیم په دې سړک باندې کار کاوه، خو متاسفانه د یادې ادارې د کارونو په دریدلو سره د سړک کار په نیمه کې پاتې شو، اوس که چیرې دولت ورته پام ونکړي نو ممکن دا ترسره شوی کار هم له منځه ولاړ شي.
موږ له ولایتي ادارې غواړو، چې دې ولسوالۍ ته دې پام ډیر کړي، خصوصاً روغتیايي برخې ته ځکه موږ په دومره پراخه ولسوالي کې یوازې څلور بستریز روغتون لرو.))

کتونکي په دې باور دي، که چیرې د قبایلي سیمو سره نښلول شوي سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ شي، په دې سره که له یوې خوا د سیمه والو ټولنیزې اړتیاوې تر سره کېږي، بل لوري ته د خلکو او حکومت د اقتصادي ځان بسیاینې له پاره هم ګټورې سرچینې بلل کېږي.
XS
SM
MD
LG