د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: د سنیانو په یوه جومات کې چاودنه، ۲۰ وژل شوي


عراقي چارواکې وایي، په بغداد کې د سنیانو په یو جماعت په بمي چاودنه کې شل کسان وژل شوې دي. په لومړۍ چاودنې چې تیره ورځ ناوخته د بغداد په جنوبې سیمه دورا کې د خالد بن ولید په جماعت کې وشوه، شپاړس کسان یي ووژل، دا د روژې په میاشت کې د ماښام مونځ وروستو وشوه.

او له دغې لږ وروستو د بغداد په په غربې سیمه کې په یو بل جماعت په بمي حمله کې پنځه نور کسان ووژل شول. تر اوسه دا نده مالومه شوې، د دغه حملو پر شا د چا لاس دی. دغه چاودنې د کرکوک د بمې حملو یوه ورځ وروستو مخې ته راغلې چې پکې څلویښت کسان وژل شوې دي. د روان کال د اپریل د میاشتې نه راپه دیښوا په عراق کې په بمي حملو کې دوه زره شپږ سوه کسان وژل شوې دي، چې له عمله یي په فرقه اییزو نښتو کې زیاتوالې مخې ته راغلۍ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG