د لاسرسي ځای

په پېښور کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی


د پېښور په ګل بهار سیمه کې یو کالن ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

د روغتیا ادارې د دې پخلی کړی دی. دا ماشوم عزیز احمد نومېږي چې د پولیو ناروغۍ مېکروب یا وایرس ځپلی دی.

د صحت ادارې ویلي دي چې له دې سره په روان (۲۰۱۳ز) کال کې په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ وهلیو کسانو شمېر پینځه ته رسېدلی دی.

د ادارې په وینا، په ټول پاکستان کې ۲۱ کسان د پولیو ناروغۍ ځپلي دي.

په نړۍ کې افغانستان، پاکستان او نایجېریا هغه درې هیوادونه دي چې په کې اوس هم د پولیو ناروغي موجوده ده، نور له ګردې نړۍ دا ناروغي ختمه کړل شوې ده.
XS
SM
MD
LG