د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې یو کالن ماشوم ګوزڼ وهلی دی


پېښور - د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور په ګل بهار سیمه کې یو کالن ماشوم ګوزڼ وهلی دی.


د روغتیا ادارې د دې پخلی کړی دی. دا ماشوم عزیز احمد نومېږي چې د پولیو ناروغۍ مېکروب یا وایرس ځپلی دی.

د صحت ادارې ویلي دي چې له دې سره په روان (۲۰۱۳ز) کال کې په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ وهلیو کسانو شمېر پینځه ته رسېدلی دی.

د ادارې په وینا، په ټول پاکستان کې ۲۱ کسان د پولیو ناروغۍ ځپلي دي.

په نړۍ کې افغانستان، پاکستان او نایجېریا هغه درې هیوادونه دي چې په کې اوس هم د پولیو ناروغي موجوده ده، نور له ګردې نړۍ دا ناروغي ختمه کړل شوې ده.

په پاکستان کې، او بیا په ځانګړي ډول په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د تبلیغاتو له کبله ډېری داسې کسان دي چې خپلو بچیو ته د پولیو واکسیني څاڅکي نه ورکوي.

له دې علاوه، په قبایلي سیمو کې د نا امنۍ له کبله هلته د ګوزڼ مخنیوي څاڅکي ورکوونکي ټولي نه شي تللای.

بل لامل دا دی چې په پښتونخوا کې د پولیو واکسیني څاڅکو پر ورکوونکو حملې شوې دي چې په کې د تېر ډېسېمبر له میاشتې راهیسي ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د دې وجوهاتو په اساس یا خو کیمپېن نه کېږي او یا هم د څاڅکو ورکولو عمل اغېزمنېږي.
XS
SM
MD
LG