د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان ډرون برید، دوه وسله وال وژل شوي


پر قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو په حملې کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

برید د شنبې یا خالي په ماخوستن (ماسختن) د شمالي وزیرستان میر علي بازار ته نېږدې په موسکي کلي کې شوی دی.

استخباراتي چارواکو د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په دې حملې کې دوه ترکمن وسله وال وژل شوي دي. ځايي خلک هم دا وسله وال د ترکمانستان بولي.

خو پولیټیکل انتظامیې یې لا د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي.

استخباراتي چارواکي وايي، دا کسان پر موټر سایکل سپاره ول چې ډرون الوتکو پر یو توغندی وداغه.

د جولای په میاشت کې دا په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو دویم برید دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG