د لاسرسي ځای

قبایلو ته د بهرنیو وسله والو تګ مخه دې ونیول شي


د پاکستان وزيراعظم نواز شريف د دې هيواد کورنيوو چارو وزارت ته ويلي چې قبايلي سيمو ته دې بهرنيو وسله والو د ورتګ مخه ونيول شي. د چارواکو په وينا پرون اسلام اباد کې د داخله وزارت له خوا د امنيت په اړه وزيراعظم ته معلومات وکړل شوي چې وروسته يې نواز شريف دا هم وويل چې د کورنيوو چارو وزير دې صوبو سره په شريکه د ترهګرۍ د ختمولو لپاره يوه پاليسي جوړه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د رپورټونو ترمخه لا واردمخه قبايلي سيمو کې ګڼ بهرني وسله وال موجود دي.
XS
SM
MD
LG