د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ولسي جرګې غړي نیولو امر شوی دی


د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایې لویې څارنوالۍ د ولسي جرګې د غړي الله ګل مجاهد د نیولو حکم کړی.

د مجاهد د نیول کیدو غوښتنه د کابل د امنیې قومندانۍ کړې وه چې نوموړی یې په تنظیم شویو جرایمو کې په لاس لرلو تورن کړی.

د شنبې پر ورځ، په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې مجاهد به ونیول شي، د کورنیو چارو وزیر مجتبا پتنګ وویل:

((خوشبختانه د کوم کس نیول چې تاسو یاد کړ، حکم یې دوه درې ورځې مخکې د لویې څارنوالۍ له خوا ابلاغ شو. نو کله چې د لویې څارنوالی له خوا ابلاغ شو اوس د امنیه قومندانۍ ته سپارل شوی چې و نیول شي.))

د کابل د امنیې قومندانۍ ویلي چې الله ګل مجاهد د ځمکې د غصب، اختطاف او تنظمیم شویو جرایو تر ۱۰ زیاتې دوسیې لري.
خو خپله مجاهد دا تورونه په کلکه رد کړي دی او ویلي یې دي، چې دی تحقیقاتو ته حاضر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG