د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تاجکستان کې چرس نیول شوي دي


دتاجکستان سرحدي ځواکونو له افغان قاچاق کوونکو سره نښتې کړې دي.
د تاجکستان د ملي امنیت کمیټۍ تیرماښام وویل، چې دغه پیښې یوه شپه مخکې وشوې او د تاجکستان امنیتي ځواکونه وتوانیدل چې پنځه پنځوس کیلوګرامه چرس ترلاسه کړي.
په یوې پیښه کې د تاجک رسنیو په وینا پنځلس کیلوګرامه چرس ونیول شول او په بلې یوې کې دوه افغان قاچاق وړونکي له ژوبل کیدو وروسته له څلویښت کیلوګرامه مخادر موادو سره ونیول شول. د تاجکستان دملي امنیت په رپوټ کې ویل شوې دي، نور افغان قاچاق وړونکي وتښتیدل.
د تاجکستان د رسنیو په وینا د روان کال له پیله تر اوسه له افغانستان سره پر پوله تر څلور ټنه ډیر مخادر مواد نیول شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG