د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې ځانمرګی برید، ۴۰ وژل شوي دي


د عراق په کېرکوک ښار کې لږ تر لږه ۴۰ کسان په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوي دي.

دغه ځانمرګي بريد د جمعې په ماښام په يوه هوټل کې چې ګڼه ګوڼه په کې زياته وه تر سره شوې، چې په کې شا و خوا ۲۵ کسان ژوبل هم دي.

که څه هم په سمدستي توګه مالومه نه ده چې د پيښې ترشا د چا لاس دی خو د سني او شيعه فرقو له خوا پر يو بل په بريدونو کې سږ کال تر دې دمه په زرګونو کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېر تر مخې يواځې په جون مياشت کې ۷۶۰ کسان وژل شوي ول.

په عراق کې د امریکايي سرتېرو تر وتو وروسته که څه هم امنیتي وضع ښه پاتې شوې ده خو د شیعه او سني ډلو تر منځ فرقه ییز تاوتریخوالی لا زیات شوی دی او په بریدونو او ځانمرګو چاودنو کې یې دواړو خواوو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG