د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق ځانمرګی برید، ۴۰ وژل شوي دي


د عراق په کېرکوک ښار کې لږ تر لږه ۴۰ کسان په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوي دي.
دغه ځانمرګي بريد د جمعې په ماښام په يوه هوټل کې چې ګڼه ګوڼه په کې زياته وه ترسره شوې ، چې په کې شا و خوا ۲۵ کسان ژوبل هم دي.
که څه هم په سمدستي توګه مالومه نه ده چې د پيښې ترشا د چا لاس دی خو د سني او شيعه فرقو له خوا پر يوبل بريدونو کې سږ کال تر دی دمه په زرګونو کسان وژل شوي دي ، د ملګرو ملتونو د شمېرې له مخې يواځې په جون مياشت کې ۷۶۰ کسان وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG