د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزي ملالې ته مبارکي وویله


افغان ولسمشر حامد کرزي، د ملالې یوسفزۍ د زوکړې ورځې په مناسبت نوموړې او کورنۍ ته یې مبارکي ویلې ده.

د ولسمشر له دفتره په خپرې شوې خبر پاڼه کې کرزي ویلي، له ترهګرۍ سیاسي ګټه اخیستل د هیڅ یوه هیواد په ګټه نه دي.

ده ویلي، په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ له کبله پوهنې ته لوی زیان رسېدلی دی.

کرزي په بیان کې ویلي، په ځانګړي ډول د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته له کالونو راهیسې پر ښوونکو، زده کوونکو او کارکوونکو ترهګر بریدونه کېږي.

کرزي ویلي، پر تعلیمي ادارو او تعلیم حملې د اسلام د دښمنانو کار دی.

ده وویل، یوازې هغه کسان دا جنایتونه کوي چې د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته د خلکو د پرمختګ او ودې مخالفان دي.

ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان او پاکستان باید د ترهګرۍ او سختدریځۍ د ګډ ګواښ پر ضد یو موټي شي او پر وړاندې یې په ریښتینې توګه کلکه مبارزه وکړي.

افغان ولسمشر زیاته کړې، د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر وړاندې له تفریقي چلنده کار اخیستل به د دواړو هیوادونو راتلونکي نسلونه له لا ډېرو ګواښونو سره مخامخ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG