د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر دوستۍ وره ځانمرګي برید ۷ تنه وژلي ۸ ژوبل


په کوټه کې د ملیشه ځواکونو وياند رسنيو ته په لېږل شوي ټيلي فوني پيغام کې ویلي ؛يوه ځانمرګي برید ګر پر خپل ځان پورې تړلی له بارودو ډک واسکټ چوولی


د پاکستان او افغانستان په پوله له دوستۍ دروازې سره څېرمه د زیارت پر ماښام په يوه چاودنه کې د ملېشه ځواکونو د يوه سرتېري په شمول اووه تنه وژل شوي او شاوخوا اته نور ژوبل شوي دي. له چمنه امنيتي چارواکي او عيني شاهدان وايي ؛چاودنه له باب دوستۍ سره د افغانستان غاړې ته شوې، چې په کې د افغانستان د امنيتي ځواک يو سرتېری هم وژل شوی دی.


په کوټه کې د ملیشه ځواکونو وياند رسنيو ته په لېږل شوي ټيلي فوني پيغام کې ویلي ؛يوه ځانمرګي له دوستۍ دروازې سره څېرمه په خپل ځان پورې تړلی له بارودو ډک واسکټ چوولی، چې د دوی يو سرتېری په کې وژل شوی او څلور نور يې ټپيان شوي دي؛.

د وياند په خبره په دې چاودنه کې ټول اووه تنه وژل شوي دي. د دوستۍ دروازې د دې برید يوه عیني شاهد عزیزاڅکزي د ټيلي فون پر کرښه مشال راډيو ته وویل ؛تر چاودنې وروسته د پاکستان او افغانستان پوله د عامو خلکو او موټرو پر مخ وتړل شوه؛.

؛دا د پاکستان او افغانستان پر پوله د افغانستان غاړې ته وشوه. تر چاودنې سمدستي وروسته پنځه تنه وژل شوي او لس نور ټپیان وو. په دې پنځو وژل شويو کې يو د افغانستان عسکر هم وو. دا چاودنه تر شپږو بجو مخکې وشوه. چې په عامو ورځو کې تر شپږو بجو وروسته دا دروازه تړل کېږي. خو نن تر چاودنې وروسته بیا دروازه وتړل شوه؛.

د پاکستان او افغانستان پر پوله له دوستۍ دروازې سره څېرمه دا په يوه اوونۍ کې دوم ځانمرګی برید دی، چې له امنيتي ځواکونو سره سره اولسي وګړيو ته هم مرګ ژوبله اړوي. د رپوت تر بشپړېدو پورې د جمعرات د ورځې ددې ځانمرګي برید مسوولیت لا هم کومې ډلې قبول کړی نه دی. هلته د بلوچستان په بلوڅ مېشته خضدار سیمه کې د جمعرات په ماښام د روژه ماتي پر وخت نامالومه وسله والو د ياد ښار په لوی بازار کې د کالج يو استاد په ډزو وژل شوی دی. د سیمي د پولیسو يوه مشر عبدالقادر چې نه يې غوښتل ږغ يې ثبت شي.

مشال راډيو ته وویل ؛د خضدار ډګري کالج ښوونکی عبدالرزاق د ياد ښار پر چاکر خان سړک نامالومه وسله والو هغه مهال په ډزو وواژه، چې د خپل کور پر لور رهي وو؛. د پولیسو یاد مشر زیاتوي ؛په ډزو کې د عبدالرزاق يو بل ملګری عبدالحکیم سخت ژوبل شوی دی؛. د خضدار پولیس وايي ؛ له لومړنیو پلټنو پېښه هدفي وژنه ښکاري، چې مسوولیت يې لاهم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG