د لاسرسي ځای

له تیرا میدانه بېکوره شوي خلک وايي چې په کډوالۍ کې له یو شمیر ستونځو سره مخامخ دي او په روژه کې یې مشکلات نور هم زیات شوي دي.

له تیرا میدانه بېکوره شوي خلک وايي چې د خیبر پښتونخوا ګورنر انجنیر شوکت الله د هدایاتو باوجود هم له روژې مخکې دوی خپلو کورونو ته بیرته ونه لیږل شول.


د تیرا یوه کښلې منظره

د تیرا یوه کښلې منظره

د قبایلی سیمو د قدرتي آفتونو د نظم ادارې (ایف ډي اېم اې) په وینا له تیرا د جګړو او بد امنۍ له امله خوا وشا اوولس زره کورنۍ بېکوره شوې دي، چې دا مهال په پیښور، کوهاټ، نوښار، هنګو، کرمه او اورکزو ایجنسۍ کې د کډوالۍ ژوند تیروي.

له تیرا میدانه بېکوره شوي خلک وايي چې په یادو سیمو کې له یو شمیر ستونځو سره مخامخ دي او په روژه کې یې مشکلات نور هم زیات شوي دي.

د نوښار په جلوزو کډوالو کیمپ کې میشت له تیرا میدان بې کوره شوی یو تن اعتبارجان اپریدي مشال ریډيو ته وویل، چې(( حکومت راسره کړې ژمنه پوره نه کړه او بیرته یې تیرا ته ونه لیږلو. په تیرا کې به مو روژه ډیره ښه وه، یخ وطن دی، خپلې خونې مو وې او دلته خو ډیره ګرمي ده. ښځو او ماشومانو ته موهم ډیر تکلیف دی، باید چې حکومت مو خپلو کورونو ته ژر ولېږي))

د تیرا او باړې یو مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړۍ حمید الله جان اپریدی وایي، چې(( دغه د تیرا کډوال بیرته ستنیدو ته تیار ناست دي، خو چارواکو ورته پوره توجه ورنه کړه، او نه یې هغه ډول اسانتیاوې ورکړې چې د نورو قبایلي سیمو بېکوره شوو خلکو ته ورکړل شوېدي، دغه خلک په دې ګرمۍ کې وخت نه شي تیرولی، اوس خو د دوی سیمه له وسلوالو پاکه کړل شوېده، نو باید ژر تر ژره واپس ولېږل شي))

دا چې د تیرا کډوال له روژې مخکې خپلو کورونو ته ولې و نه لیږل شول؟په دې اړه د قبایلي سیمو د قدرتي آفتونو د نظم ادارې مرسیتال ډایریکټر اپرېشن اینډ ریلیف فرمان خلجي وویل، چې(( د تیرا امنیت جاج اخیستو او هلته د شوو نقصاناتو په اړه د معلوماتو راجمع کولو له پاره د ملل متحد (یو این) یوه ډله هلته تللې ده او چې کله واپس را شي او موږ ته خپل راپور راکړي نو موږ به دغه کډوال بیرته لېږل پیل کړو خو تر دې دمه دغه ډله نه د راغلې، او چې کوم خلک یې د کډوالو په کېمپونو کې میشته دي نو دوی ته به د روژې خوراکی پیکج ورکوو))

نوموړی زیاته کړه چې(( موږ هڅه کوو چې په تیرا کې د چا کورونه سوزول شوی دی د هغې د بیا جوړولو د پاره معاوضې هم ورکړو))

یاده دې وي چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د خیبر په لرې پرته سیمه تیرا میدان کې د حکومت پلوه ډلې انصارالاسلام او وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د خونړیو نښتو وروستو ځایي خلکو او انصارالاسلام ډلې دغه سیمه خالي کړې وه او وسلوالو طالبانو دغه سیمه تر خپل واک لاندې کړې وه خو اوس پاکستانی پوځونه ادعا کوي چې دوی دغه سیمه له وسلوالو پاکه کړې ده، او باید ټول بېکوره شوي خلک یې خپلو سیمو ته ستانه شي.
XS
SM
MD
LG