د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: نیول شوي وسلوال رسنیو ته وښودل شول


په خوست کې نیول شوي وسله وال مېډیا ته ښودل کېږي
په خوست کې نیول شوي وسله وال مېډیا ته ښودل کېږي

په نیول شویو کسانو کې یو کم عمره ځوان هم وو، چې ښايي عمر به يې ایله اتلسو کلونو ته رسیدلی وي، یو تن اوږده ویښتان درلودل.

د خوست امنیتي مسوولینو هغه اته تنه وسلوال او ورسره نیول شوې وسله، موټر او نور جنګي توکي خبریالانو ته وښودل، چې د چارشنبې په ورځ د خوست په اړوندو کې د پولیسو په مستقلو عملیاتو کې نیول شوي ول.


د بندیانو لاسونه او سترګې تړل شوې وې، دوی د پولیسو له خوا د هغه اوږده میز تر شاه ودرول شول، کوم چې له دوی څخه تر لاسه شوې وسلې، جامې او نور توکي ورباندې ايښودل شوي ول.

په نیول شویو کسانو کې یو کم عمره ځوان هم وو، چې ښايي عمر به يې ایله اتلسو کلونو ته رسیدلی وي، یو تن اوږده ویښتان درلودل.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي زوی د بیلابیلو رسنیو خبریالانو ته د امنیه قوماندانۍ په انګړ کې وویل:

((دا نفر ، اسلحه، موټر او مهمات چې تاسو وینئ، دا تیره ورځ زموږ د کشفي ادارو د راپور پر اساس باندې او زموږ د پولیسو د چټکو عملیاتو پر بنسټ، چې د صبریو په سیمه کې يې ترسره کړل، د ملا عزت الله زرمتي په نوم یو اته کسیز د وسلوالو ګروپ چې سیمې ته داخل شوی وو، غوښتل يې هغه هدف چې دوی درلوده په سیمه کې يې سرته ورسوي، خوشبختانه زموږ د پولیسو د مستقلو عملیاتو په نتیجه کې، چې په سیمه کې يې ترسره کړل دا نفر لاسته راوړل، هم يې موټر لاسته راوړ، هم يې دا اسلحه چې تاسو يې وینئ لاسته راوړه.))
د خوست امنیتي کمندانان او نور افغان سربازان
د خوست امنیتي کمندانان او نور افغان سربازان

عبدالقیوم باقي زوی د نیول شویو وسلوالو د هویت او پیژندنې په اړه داسې څرګندونې وکړې:
((دوه نفره د کورمې ایجنسۍ یانې د پاکستان مربوط دي، درې نفره د علیشیرو ولسوالۍ دي، یو نفر د صبریو دی، یو نفر د ځاځي میدان دی او یو نفر هم د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی، چې له دوی څخه یو میل پیکا، درې میله کلاشنکوفونه، یو میل کره بین توپک، څلور فیره د راکټ انداز مرمۍ، دوه لاسي بمونه ، پرتلې او یو تعداد مهمات په دې کې شامل دي، چې دا يې لاسته راوړل.))

خوست امنیه قوماندان د رسنیو استازیو ته د یادې قوماندانۍ په انګړه کې وویل، چې کله چې وسلوال د پولیسو ولکې ته لویږي دوی سره ځیني زنانه لباسونه هم لاسته راځي، تاسو ګورئ له دوی سره د ښځو یو شمیر څادرونه، چې په دا میز باندې پراته دي موجود ول، دوی غوښتل له دې څخه په استفادې له سیمې ځان وباسي، خو دا هر څه پولیسو ته په لاس ورغلل او دوی به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د خوست امنیه کمندانۍ
د خوست امنیه کمندانۍ

د امنیه قوماندانۍ یو تن سرتیري وویل، اوس د دوی پوځي روزنه ډیره شوې او کولای شي په خپلواکه توګه له وسلوالو سره وجنګیږي:

((زما نوم محمد فهیم دی سرباز د قومانداني امنیه خوست یم، زموږ د ښو فعالیتونو وجه داده، چې موږ مسلکي تعلیمات کړي، کولای شو هر ځای او هر چیرې مستقل عملیات وکړو، دا توان لرو، چې د دولت له وسلوالو مخالفینو سره مخامخ جګړه وکړو، خدای مهربانه دی موږ به دلته شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې یو، دا کمربند موږ د خلکو د خدمت لپاره تړلی دی.))

د یادونې وړ ده د خوست امنیتي مسوولینو داسې مهال یو شمیر وسلوال رسنیو ته ښکاره کړل، چې د همدې عملیاتو په ورځ يې د دومنده او وزي ولسوالیو په مربوطاتو کې هم د ګڼو وسلوالو د مرګ ژوبلې دعوه کړې وه، تر اوسه د یادو عملیاتو په اړه کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG