د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: ملي پیوستون ولسي ژوند ښه کړي


خوست. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ودانۍ
خوست. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ودانۍ

د ولایتي شورا استازی شفیق مجاهد وايي، چې د یادو برنامو پلي کیدنې د سیمو او اطرافو د امنیت په ښه توب هم مثبت اغیز کړی دی

د خوست په نهو ولسوالیو کې د ملي پیوستون پروګرام له لارې (۳۶۱) ټولګټې پروژې بشپړې شوي، چې په دې سره د یاد ولایت په امنیت کې هم ښه والۍ راغلی دی، د خوست اوسیدونکي دا ډول پروژې ګټورې بولي او د نوموړې برنامې د کارونو د دویم پړاو د پیلیدو غوښتنه کوي.


د خوست ولایت د کلیو پراختیا ریاست په چوکاټ کې د ملي پیوستون او د ملي سیمه ییز پرمختیايي پروګرام له لارې په روان کال کې د پنځه میلیونه درې لکه ډالرو په ارزښت د اسماعیل خیلو او مندوزیو لکڼو، شمل، تڼیو، ګربزو، نادرشاه کوټ، دومنده او ځاځي میدان ولسوالیو کې په دوه سوه کلیو کې په 361 بیلابیلو ټولګټو پروژو کار روان دی، چې له دې څخه د 3.4 میلونه ډالرو په قیمت پروژې بشپړې شوي دي.
خوست: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ودانۍ
خوست: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ودانۍ

د خوست د کلیو پراختیا ریاست د چارواکو په وینا په دې پروژو کې د استنادي دیوالونو، د څښاک اوبو د ذخیرو او څاګانو، دویمه او دریمه درجه سړکونو د جوړولو، ویالو، ښوونځیو، د زغرو(محافظوي دیوالونو)، پلچکونو او کاریزونو د کیندلو او جوړولو پروژې شاملې دي، د نوموړې ادارې مشر محمد عثمان مهیدي ازادۍ راډیو ته د یادو برنامو په تړاو داسې څرګندونې وکړې:

((د ملي پیوستون د برنامې له خوا 133 پروژې تکمیل شوي دي، ددې پروژو عمومي لګښت تر څلورنیم میلونه ډالرو زیات دی، چې دا مهال د دوه میلیونه او شپږو لکو ډالرو په ارزښت پروژې ترسره شوي دي او پر پاتو يې کار روان دی.
بل لوري ته د ملي سیمه ییز پروګرام له لارې د شاوخوا 4500 کورنیو لپاره یو شمیر ټولنیزې پروژې د یو میلیون او اته لکه ډالرو په ارزښت ګټه اخیستنې ته سپارل شوي دي.))

بلخوا د یادو ولسوالیو یو شمیر خلک هم د نوموړو برنامو له اغیزمنتوب څخه رضایت لري او غوښتنه کوي، چې د یادې برنامې دویم پړاو دې هم ژر پیل شي:

((زه سردار نومیږم او د تورې وړۍ اوسیدونکی یم، ملي پیوستون پروګرام موږ ته د سړک او ژور څاه په کیندلو کې ډیر کار کړی دی او زموږ د ټول کلیوالو په ژوندانه کې يې ډیره اسانتیا راوستې ده، هیله کوو، چې بل پړاو يې هم ژر پیل شي.
زما نوم احمد رحیم دی، زه د اسماعیل خیلو ولسوالۍ د برهانخیلو د قوم اوسیدونکی یم، زموږ په کلي کې یوه د اوبو شبکه، ځینې پلچکونه او د خیاطي پروژه يې زموږ لپاره پلي کړې ده، چې د خلکو په ژوند کې يې مثبت رول ادا کړی دی.
زه خوشال د شمل د شمڼې کلي اوسیدونکی یم، موږ د ملي پیوستون له کارونو څخه خوشاله یو، ورڅخه راضي یو، خو له حکومت څخه غواړو، چې د کلیوالي خلکو د ژوند د ښه کلولو او اسانتیا لپاره دې ورته برنامې نورې هم پلي کړي.))

د ولایتي شورا استازی شفیق مجاهد وايي، چې د یادو برنامو پلي کیدنې د سیمو او اطرافو د امنیت په ښه توب هم مثبت اغیز کړی دی او په ټولیز ډول په کلیو کې د صمیمیت او باور یوه ښه فضاء جوړه شوې ده:

((داسې ولسوالۍ وې چې جنګ سالاري او جګړې په کې ډیرې وې، خو له کله نه چې په هغه سیمو کې د ملي پیوستون کارونه او پروژې پیل شوې اوس هلته امنیت ډاډمن شوی او د ولسونو او خلکو په منځ کې، دوستي، مینه او همکاري زیاته شوې ده.))

د کتونکیو په وینا که چیرې افغان حکومت د کلیو په کچه د دا ډول برنامو عملي کیدنې ته دوام ورکړي، له یوې خوا به د کلیوالي خلکو ټولنیز او اقتصادي ژوند ښه والۍ ومومي، بل لوري ته به په دې سره د حکومت او ولس تر منځ باور او اعتماد هم پیاوړی شي.
XS
SM
MD
LG