د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: ځانمرګي برید د ولسمشر امنتیي مشر ووژلو


کراچۍ: په ځانمرګي برید کې د وژل شوي بلال شېخ وران ګاډی
کراچۍ: په ځانمرګي برید کې د وژل شوي بلال شېخ وران ګاډی

د کراچۍ پولیس چارواکو دغه چاودنه ځانمرګې حمله بللې چې پکې د بلال شېخ په ګډون ۴ کسان وژل شوي او د ۷ پولیس سرتیرو په شمول پکې ۱۳ کسان ژوبل شوي دي.

کراچۍ: د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې پرون د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر اصف علي زرداري چیف سیکورټي افسربلال شېخ په ګډون ۴ کسان په ځانمرګي برید کې وژل شوي دي . د سند حکومت کې واکمن پیپلز ګوند نن د زیارت ( پنجشنبې) په ورځ د بلال شېخ په وژنه ویر لمانځي.


بلال شېخ د صدر اصف علي زرداري د ساتونکې ډلې مشر او د پاکستان پیپلز ګوند مخکښ غړی و. نوموړی د چهارشنبې پر ورځ د کراچۍ په ګرومندر سيمه کې د یوې چاودنې په ترڅ کې وژل شوی دی.

کراچۍ: د ځانمرګي برید ټپي روغتون ته وړل کېږي.۱۰م جولايي.۲۰۱۳
کراچۍ: د ځانمرګي برید ټپي روغتون ته وړل کېږي.۱۰م جولايي.۲۰۱۳
د کراچۍ پولیس چارواکو دغه چاودنه ځانمرګې حمله بللې چې پکې د بلال شېخ په ګډون ۴ کسان وژل شوي او د ۷ پولیس سرتیرو په شمول پکې ۱۳ کسان ژوبل شوي دي.

د کراچۍ د سند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن په خبره بلال شېخ نه یوازې د صدر اصف علي زرداري د ساتونکو د ډلې مشر و،بلکې نوموړی د دوي د ګوند د وژل شوې مشرې او پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو له باوري کسانو څخه و.

(( بلال شېخ صېب ته د مخکې نه د مرګ ګواښونه کیدل، لکه څنګه چې ټول پاکستان د حملو او بدامنۍ په ولقه کې ګېر دی نو په کراچۍ کې هم د هغو ترهګرو لخوا حملې دوام لري. ټول ادارو ته خپل کار په سمه توګه کول پکار دي ))

ولسمشر اصف علي زرداري،وزیراعظم نوازشریف ،د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان په ګډون نورو مشرانو د بلال شېخ وژنه غندلې او په دې یې د خفګان څرګندونه کړې ده.

صدر اصف علي زرداري ویلي وژل شوی بلال شېخ نه یوازې د ده ساتونکی وو،بلکې هغه ده ته له زوی څخه کم نه وو.

پولیس وایي، د یادې حملې په اړه یې پلټنې شورو کړي او د ځانمرګي بریدګر سر او پښې یې د ډي اېن اې معاینې لپاره اړونده ادارو ته لیږلی دي.

کارپوهان وایي په کراچۍ ښار کې د واکمن ګوند د دومره اهم سړي په نښه کیدل ددې غمازي کوي چې په کراچۍ کې ترهګر پیاوړي دي او چې کله هم وغواړي خپل هدف په نښه کولی شي .

څېړونکی اجمل خټک کشر په دې اړه وایي:

((په کراچۍ کې چې کومې خودکش حملې یا بمي چاودنې کیږي نو د دې تعلق په ټول پاکستان کې له کیدونکې ترهګرۍ سره دی . تر دې مخکې هم دهشتګرد په کراچۍ ښار کې په څه نا څه توګه خپل هدف ته رسیدلي دي او له دې څرګندېږي چې دغه ترهګر په کراچۍ کې واقعې مظبوط دي. د بلال شیخ وژنه د دې یو ثبوت دی چې دا ترې ښکاري چې د ترهګرو نیټ ورک څومره پیاړوړی دی او دوی څومره باخبره دي ))

په بلال شېخ د ترسره شوي برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې . خو تر دې مخکې وسله والو طالبانو څو څو ځله پر عوامي نېشنل ګوند ،ایم کیو ایم او پیپلز ګوندونه د هغوی د سیکولر نظریاتو د لرلو په اساس د حملو کولو ویلي دي.

په کراچۍ کې یاد شوي درې واړه ګوندونه له ځواکمنو ډلو څخه بلل کېږي ، د دغو ګوندونو په غړو او مشرانو د ترسره شویو یو شمیر حملو پړه هم وخت په وخت ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په خپله غاړه اخیستي دي .
XS
SM
MD
LG