د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله ملګرو ملتونو ته راغله


د م.م مشر بان کي مون کې له ملالې سره پر سکایپ خبرې کوي
د م.م مشر بان کي مون کې له ملالې سره پر سکایپ خبرې کوي

که پر زدکړو ولاړه نننۍ ټولنه کې، ښه راتلونکې غواړو نو تعلیم مو د پرمختګ کیلۍ ده. چې په کې لوږه، خواري، تاوتریخوالۍ، توپیر او ناروغي له منځه ځي.

د م.م مشر بان کي مون لیکنه


نیویارک: ملاله یوسفزۍ به ښايي په نړۍ کې یو له بهترینه شاګردانو وي، خو هغه یوه استاده هم ده.

که پر زدکړو ولاړه نننۍ ټولنه کې، ښه راتلونکې غواړو نو تعلیم مو د پرمختګ کیلۍ ده. چې په کې لوږه، خواري، تاوتریخوالۍ، توپیر او ناروغي له منځه ځي.
بان کي مون
دغه میاشت د جولايي پر ۱۲مه نېټه به هغه پر خپله ۱۶مه کالیزه ملګرو ملتونو ته ځي چې د ښوونې په باب خپل مهم سبق او پتېره د نړۍ لربر نجونو لپاره ورسره شریک کړي.

بان کې مون کاږي ملاله د تعلیم د ودې او پرمختګ یو زړور غږ دی چې د خیبر پښتونخوا په سوات کې له خپله ښوونځي (سکول) کور ته په لاره اورپکو وویشتله. له خپلې ناروغۍ د رغېدو تر اوږده یون او سفر ورسته ملاله راستانه شوه او پر خپل هوډ ټینګه ولاړه ده چې د تعلیم لپاره به خپل غږ د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسوي.

د راتلونکې جمعې پر ورځ به ملاله د نړۍ د څه باندې اتیاو هېوادونو له پېغلو او ځوانانو سره د ځوانانو په یوه ځانګړې جرګه کې ګډون کوي او په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو ډپلوماټان د شا چوکیو کې ناست وي.

د کډوالو پنډغالو کې به خلکو راته ویل چې زموږ ماشومان ښوونځيو ته ستانه کړی.
بان کي مون
د دوی د راټولېدو غږ او شعار د ټول جهان ماشومانو ته د لوړې کچې معیاري زدکړه ده. تعلیم بنیادي حق دی، دا د زریزې پرمختیايي موخه ده، دا د خپلمنځي پوهاوي او جهاني شهریت لپاره پرېکنده ارزښت لري. په موږ کې ډېری دغه پند یا سبق له کتابونو نه شو زدکولائ، بلکې موږ په خپله په کې اوسو.

په جنګ – ځپلې کوریا کې چې لا زه پلستکی هلک وم، زموږ ښوونځۍ وران شوی وو. موږ تر یوې ونې لاندې زدکړې کولې. د خوړو لپاره هم ډېر څه نه ول، خو د زدکړو وږي ول. زموږ کورنۍ او حکومت دواړه د زدکړو په ارزښت پوهېدل. دغه پوهاوي زموږ او د هېواد دواړو ژوند بدل کړ.


که پر زدکړو ولاړه نننۍ ټولنه کې، ښه راتلونکې غواړو نو تعلیم مو د پرمختګ کیلۍ ده. چې په کې لوږه، خواري، تاوتریخوالۍ، توپیر او ناروغي له منځه ځي.


دا مهال خواشا ۱۲۰ میلیون ماشومان چې عمرونه یې د ۱۲ او ۲۴ کالونو په منځ کې دي، لیک لوست نه شي کولائ. په دوی کې یې لوی شمېر د ښځو دی.
بان کي مون
دغه ډول راتلونکې زموږ د ټولو یوې ګډې نوې راټولې یا متمرکزه هڅې ته اړتیا لري. همدا سبب وو چې ما په لومړي سر کې د جهاني تعلیم لومړۍ نوښت پېل کړ: چې هر ماشوم ښوونځي ته ولاړ شي، د زدکړو معیار ښه کړل شي، او خپل ماشومان د جهاني شهریت کچې ته رالوړ کړو.

له لویو لاسته راوړنو سره سره، مو پر وړاندې غټ کارونه مخ ته پراته دي، چې د تعلیم او زدکړو موخې ته ځان ورسوو.

دا مهال په تاریخ کې پر لومړي ځل لوی شمېر ځوان کول لرو. او موږ باید د مهارت، انرژۍ او له فکرونو ډک تالاب څخه پوره پوره ګټه پورته کړو. لا هم ۵۷ میلیونه ماشومان ابتدايي ښوونځيو ته نه ځي. ډېری یې په داسې هېوادونو کې مېشت دي چې په جګړه کې راګېر دی.


دا مهال خواشا ۱۲۰ میلیون ماشومان چې عمرونه یې د ۱۲ او ۲۴ کالونو په منځ کې دي، لیک لوست نه شي کولائ. په دوی کې یې لوی شمېر د ښځو دی.


د ملالې پر کالیزه راشئ د تر ټولو غوره سوغات پيرزو کولو لپاره هوډ وکړو چې د نړۍ هرې نجلۍ او ماشوم لپاره معیاري تعلیم غواړو.
بان کي مون
په چټکۍ سره غوړیدونکې کارلرونکي بازار ګڼ ماشومان دې ته اړ کړي چې زدکړې پرېږدي او د ګوله ډوډۍ موندلو لپاره کارونه پيل کړي. په لرې پرتو ګڼو سیمو کې چې ملاله په کې اوسي، هلته استادان له ګواښ، ځورونو او ان له مرګ سره مخامخ دي. له کرکو ډکو عملیاتو په کولو سره، سختدریځو دا وښودله چې دوی تر ټولو زیاته ویره له کتاب لرونکو نجونو څخه کوي.

موږ به تر ټولو زیات خپل وس پر دې کاروو چې ښوونځي په ډاډ سره د زدکړو لپاره خوندي او پرامنه ځایونه وګرځوو. په نړۍ کې باید هېڅ یو ځای چې استادان زدکړې ورکوي او نجونې علم حاصلوي د دوی لپاره د ویرې ترهې ځای نه شي.

کله چې ښځې تعلیم او زدکړه وکړي، دوی د خپل کور او ټولنې ژوند په زغرده غوړولای شي. که هره نجلۍ د خپلو زدکړو موده یو کال زیاتوي دا به د هغې راتلونکې ګټه ۲۰ فیصده خېژوي.

ډېری نورې شمېرې د تعلیم ارزښت په اشاره وايي، چې له دې سره اقتصاد وده کوي، روغتیا ښه کېږي، ولسونه بره خېژي.

خو ما د خلکو په اورېدو سره هم الهام اخیستی. چېرته چې هم ما سفر کړی، نو ښځو او سړو ته به مې ویل چې ملګري ملتونه ستاسو لپاره څه کولائ شي، نو ځواب به یې تل یو ډول وو. تعلیم


د کډوالو پنډغالو کې به خلکو راته ویل چې زموږ ماشومان ښوونځيو ته ستانه کړی.

ډېری نورې شمېرې د تعلیم ارزښت ته په اشاره وايي، چې له دې سره اقتصاد وده کوي، روغتیا ښه کېږي، ولسونه بره خېژي.
په زلزله ځپلو سیمو کې به خلکو راته ویل چې زموږ باک مه کوه، ماشومان ته مو ښوونځي راجوړ کړه چې هغوی خپلې زدکړې وکړي.

تعلیم د ژوند ژغورنې لاره ده، د سولې رغولو لاره ده، او د خلکو ځواکمنولو لاره ده.


همدا د ملالې او د هغې غوندې د نورو میلیونو پند او سبق دی چې په نړۍ کې د تعلیم په لټه کې دي. نړیوال ملګري او حکومتونه دوی ته باید غوږ ونیسي او عمل پرې وکړي.

د ملالې پر کالیزه راشئ د تر ټولو غوره سوغات پيرزو کولو لپاره هوډ وکړو چې د نړۍ هرې نجلۍ او ماشوم لپاره معیاري تعلیم غواړو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG