د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر لنډ مهاله ولسمشر د عبوري حکومت غړي وټاکل



منصور عدلي پرون اعلان وکړ، چې روښان فکره اقتصاد پوه او د مالیې پخوانی وزیر حازم الببلاوي به وزیراعظم شي، د ملګرو ملتو د ایټمي تواناۍ د نړیوالې ادراې پخوانی مشر محمد البرادې به مرستیال ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر شي.

النور اسلامي ګوند وویل، چې دوی د الببلاوي ملاتړ کوي خو د البرادعي پر ټاکنه غور کوي.
منصورعدلي د نوي آیین او انتخاباتو غږ کړی، خو اخوان المسلمین ډلې دا خبره رد کړې ده.

د مصر آیین تیره هفته له هغې ځنډول شوې چې پوځ اسلام پلوه ولسمشر محمد مورسي له واکه لرې کړ. پوځ وروسته تر دې دا فېصله وکړه چې په دغه هېواد کې د اخوان المسلمین ډلې د دغه غړي د صدارت خلاف پراخې مظاهرې وشوې.

اخوان المسلمین ډلې او د هغې اتحادیانو ویلې تر هغې به خپلو احتجاجونو ته دوام ورکوي، چې مورسي ته واک بیرته نه وي سپارل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG