د لاسرسي ځای

"له افغانستانه زغرده وتنه به لویه تېروتنه وي"


کرټ والکر وایي افغانستان به یوازې پرېنږدي هم دا وجه ده، چې له تیرو څو کالونو راهیسې دوی د افغان امنتي ځواکونو د روزنې په هڅو بوخت دي.

د مشال ریډیو سره د خبرو پروخت د نیټو لپاره د امریکا پخواني سفیر کرټ والکر وویل، دوی به افغانستان یوازې نه پریږي، او دی داسې فکر نه کوي، چې ګنې په دغه هیواد کې نړیوالو خپل مشن سر ته ورسولو.


د نیټو لپاره پخوانې امریکایي سفیر او د مکین انسټي ټیوټ ډایرېکټر کرټ والکر د مشال ریډیو د خبر مرکزي څانګې همکار ابو بکر صدیق سره یوه په مرکه کې وایي، په افغانستان کې نړیوالو لا هم خپل مشن نه دی تر لاسه کړی ، او دا مشکل کار دی، او وایي دوی داسې فکر کوي، چې د دغه مشن د تر لاسه کولو لپاره یوازنۍ لاره د دغه هیواد امنیت افغانانو ته سپارل دي، او باید له بهر نه په دوی ونه تپل شي.

کرټ والکر وایي هم دا وجه ده، چې د تیرو څو کالونو راهیسې دوی د افغان امنتي ځواکونو د روزنې په هڅو بوخت دي.

د یو سوال په ځواب کې چې په واشنګټن کې ځینې خلک داسې فکر هم کوي، د ۲۰۱۴م کال وروستو به په افغانستان کې زیرو اپشن یعنې هیڅ نړیوال ځواکونه نه وي، او دا به د افغانستان لپاره څه معنه ولري په ځواب کې کرټ والکر وایي.

((دغه به ډیره تباکونکې خبره وي، زه په شخصي توګه داسې فکر کوم چې زیرو اپشن په حقیقت مبنې خبره نه ده، او زه فکر نه کوم چې امریکا به دا داسې ختمه کړي، زما یقین دی، چې دغلته به نړیوال افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې لپاره موجود وي. او د دوی مرسته به کوي، نو زما په فکر دا به جاري وي. او که چیرې د زیرو اپشن لاره خپله شي، نو د افغان امنیتي ځواکونو لپاره به دا ګرانه شي، د ټول هیواد امنیت خوندي وساتي، او کیدای شي، طالبان په جنوبي او شرقي برخو کې بیا را اوچت شي، او په افغانستان کې به بیا جګړه پیل شي، نو دا یوه خطره ده، چې څوک به یي هم په سر اخیستل نه غواړي))

د دې سوال په ځواب کې چې طالبان یوازې په افغانستان کې اسلامې شریعت نافذول غواړي، او د طالبانو په اړه د دوی نظریه زړه ده، ځکه چې دوی د خپلې خوښې شریعت په خلکو منل غواړي، په ځواب کې کرټ والکر وایي، (( هو افغان طالبانو یوازې په افغانستان خپله توجه مرکوزه کړې، او غواړي دغه قسمه سخت قانون نافذ کړي، او په تیرو لسو کالونو کې پاکستاني طالبانو د دوی سره مرسته کړې، او زه په دې خبره باوري یم که چیرې افغان طالبان په افغانستان او یا د دغه هیواد په ځینو برخو کې هم خپل واک پرځای کړ، که صرف په جنوب او شرقې اړخ کې هم راغلل، نو دوی به پاکستاني طالبانو ته مرسته او محفوظ ځای ورکوي، چې د اسلام اباد حکومت ړنګول غواړي، او په پاکستان کې اسلامي نظام قایمول غواړي. نو زما په فکر په دې ټول صورتحال کې خطره ډیره زیاته ده. ))

کورټ والکر د مصر ، لیبیا او د شام د حالاتو په اړه وایي، نیټو او یورپي هیوادونه کوشش کوي د دغه شخړو د خبرو له لارې یو حل راوباسي، ځکه چې دوی په دوو توندروه فکر لرونکیو ډلو کې نښتې دي، یو خوا ډیکټیټران او بلخوا اسلامې اورپکې، او دغه دواړه د دغه هیوادونو د ولس نمایندګي نه کوي.
XS
SM
MD
LG