د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پښتونخوا صوبه کې بم ناکاره کونکي لږ دي"


حکم خان د پښتونخوا صوبې یو روزلی بم ناکاره کوونکی وو چې د بم پوچولو پر وخت ووژل شو
حکم خان د پښتونخوا صوبې یو روزلی بم ناکاره کوونکی وو چې د بم پوچولو پر وخت ووژل شو

له بده مرغه دا وروستۍ پیښه هم له دې وجې رامنځ ته شوه چې وژل شوي پولیس سرتېري د بم ناکاره کونکې نه ول بلکې عادي پولیس ول چې تازه روزل شوي ول،

پیښور: د خیبر پښتونخوا د بمونو ناکاره کولو ډلې مشر اې ای جي شفقت ملک له مشال ریډیو سره په خپله یوه مرکه کې وویل، چې له دوی سره په ټوله صوبه کې د بمونو ناکاره کولو لپاره یوازې ۳۵ روزلي ماهران دي او نور هغه یې عادي پولیس واله دي چې بېړنۍ روزنه یې ورته ورکړې ده.


نوموړی زیاتوي چې په سیمه کې د جنګي حالاتو له وجې یې د بم شنډلو امنیتي سرتیري هم په نښه کېږي چې وروستۍ پېښه یې په صوابۍ ضلع کې د تېر ګل پر ورځ د یو بم پوچولو پر مهال د دوو نورو پولیس سرتېرو وژنه ده. دی وايي تر دې وړاندې هم په پښتونخوا کې د بمونو ناکاره کولو پر مهال یې ګڼ پولیس سرتېري وژل شوي دی.

اې ای جي شفقت ملک زیاتوي: ((له بده مرغه دا وروستۍ پیښه هم له دې وجې رامنځ ته شوه چې وژل شوي پولیس سرتېري د بم ناکاره کونکې نه ول بلکې عادي پولیس ول چې تازه روزل شوي ول، او دا روزنه مو د دې لپاره نه وه ورکړې چې دوی دې بم پوچ یا ناکاره کړي بلکې د دې له پاره وه چې هغوی یې پیژندګلو وکولاﺉ شي چې دا بم پروت دی، خو هغوۍ له بیړې کار اخیستۍ وو او که چېرې زموږ د ماهرینو د ډلې انتظار یې کړی واﺉ نو کېداﺉ شي په صوابۍ کې دا بده پیښه نه واﺉ رامینځ ته شوې))

خو د دفاعی چارو کارپوهه بریګیډیئر ریټائرډ سعد مشال ریډیو ته وویل چې په کار ده د بمونو ناکاره کولو د ډلې کارکوونکو شمیره کې زیاتوالی راوستل شي او دوی ته سمه روزنه ورکړل شي((نن سبا نړۍ ډیر پرمختګ کړی دی او ما لیدلي چې زموږ د بمونو شنډولو کارکونکي د خپل حفاظت سم کالی هم نه لري. د افسوس خبره داده چې د لوی خطر پرته له موږ سره دومره کمه شمیره کې د بمونو ناکاره کولو ماهرین دي او بیا هغوی د خپل شمیر پوره کولو لپاره بیا هغوی نورو عادي پولیس سرتېرو ته عارضي توګه روزنه ورکړیده نو د دې عارضي روزنې دا طریقه کار سمه خبره نه ده، که په پاکستان کې د بمونو ناکاره کولو لپاره سمه روزنه نه ورکول کېږي نو حکومت په بهر دنیا کې د دوی د تربیت انتظام کولاﺉ شي))

خو د بمونو ناکارو کولو د ډلې صوبايي مشر اې ای جي شفقت ملک مشال ریډیو ته وویل چې د بمونو پوچولو د ماهرینو د دومره کمې شمیرې پرته دوی په تیرو پنځو کلونو کې تر پنځه زرو پورې بمونه ناکاره کړیدي خو په سیمه کې د جنګي حالاتو له وجې تر دې دمه د بمونو ناکاره کولو اته پاخه ماهرین د بمونو ناکارو کولو پر مهال وژل شویدی-نوموړی زیاته کړه((له بده مرغه زموږ صوبه تر جنګي حالاتو تېرېږي او د پښتونخوا ولس او امنیتي ځواکونه له امنیتي خطرونو سره مخامخ دي او ستونزه دا ده چې کوم بم موږ ناکاره کوو نو اکثر له هغه سره یو بل بم هم دوی کېښودلی وي، نو د ناکارو کوونکې بم پر ځای هغه بل بم وچوي او موږ ته زیان ورسي خو د دې ستونزو پرته موږ دا جنګ جاري ساتلی دی))
XS
SM
MD
LG