د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اېبټ آباد کمیشن راپور پایلې


په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن په وژنې د خلکو څرګندونې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن په وژنې د خلکو څرګندونې

"له دې حقيقته انکار کول ناممکنه خبره ده، چې ګنې تر نهو کالو به اوسامه بن لادن په پاکستان کې ژوند کوي او ای اېس ای ته به یې مالومات نه وي"

د امريکايي ځانګړو ځواکونو لخوا د ۲۰۱۱م کال د می د دويمې نېټې په شپه په ايبټ آباد کې د پاکستان د پوځ تربيتي اکاډيمي کاکول سره نزدې د القاعده د مشر اوسامه بن لادن د وژني وروستو په دې اړه د پاکستان لخوا په حکومتي کچه د جوړ شوي کمیشن راپور د الجزيره ټي وي پر وېب پاڼه خپور شوی چې په کې د پوځي ادارو او حکومتي چارواکو د غفلت او نااهلۍ ذکر شوی دی.


د دغه کمیشن په راپور کې دا پوښتنه ډيره په حیرانتيا شوې ده چې څنګه د اوسامه بن لادن د کور د جوړښت ، د لوړو لوړو دېوالونو ، په دیوالونو د اغزن تارونو ، او ددغه کور د اوسېدونکو په چم ګاؤنډ کې له خلکو سره ښه بد ساتلو ته هډو د چا پام ونه کړ.

خو پوښتنه دا ده چې د دې راپور په غير حکومتي توګه د افشا کولو تر شا څه مقصد کېدای شي. دغه کميشن ته ګواهي ورکونکې ليکواله او د دفاعي چارو کار پوه عایشه صديقه یې په اړه خپل نظر دغه ډول څرګندوي:

"کېدائ شي موجوده سیاسي حکومت دا افشا شوی راپور په استخباراتي او امنيتي ادارو کې د اصلاحاتو لپاره وکاروي، ځکه چې په دې راپور کې په دې اړه يو شمېر وړانديزونه دي ، او دې طرف ته هم اشاره شوې ده، چې کېدای شي په پوځي استخباراتي اداره ای اېس ای کې هغه سرکښه خلک چې په خپل سر فيصلې کوي، په اړه ځینې پوښتنې شته، چې آیا په دغو ادارو کې د واک اختیار فقدان خو نشته ، او د دغو ادارو جوړښت په کوم ډول دی، او که سیاسي حکومت د دې وړانديزونو په رڼا کې د دغو ادارو اصلاحات کول پيل کړل نو بیا به د پوځ او سیاسي حکومت تر مينځ د تصادم خطره وي."

همدا خبره د سیاسی چارو کار پوه پروفيسر حسن عسکري هم کوي که د مسلم ليګ نواز په مشري واکمن حکومت د اېبټ اباد کمیشن په باب پلټنې وکړې نو د پوځ او حکومت ترمنځ ټکر راتلائ شي.

"که چېري حکومت غواړي چې د دغه کشالې په اړه نورې پلټني وکړي ، نو له دې ګام سره به پوځ ضرور خپل خپګان ښکاره کوي ، ځکه چې د دغو ټولو استخباراتي او امنیتی ادارو تعلق له پوځ سره دی، اوس که حکومت چوپ پاته شو نو هېڅ به ونه شي خو که حکومت په دې اړه نور ګامونه واخیستل او پلټنې یې وکړې نو بیا به د سیاسي حکومت او پوځ تر مينځه تعلقات له کړکېچ سره مخامخ شي."

خو په پاکستان کې پاته شوی افغان ډيپلو ميټ احمد سعيدي وايي، چې د اېبټ اباد کمیشن راپور په دې موخه افشا شوی دی چې پر پاکستاني پوځ او حکومت د نړیوال فشار مخه ونيول شي.

"له دې حقيقته انکار کول ناممکنه خبره ده، چې ګنې تر نهو کالو به اوسامه بن لادن په پاکستان کې ژوند کوي او ای اېس ای ته به یې مالومات نه وي، د دې کمیشن جوړولو تر شا د پاکستاني حکومت دا نيت وو، چې چرته بل هيواد یا اداره دا کار ونه کړي، چې د پاکستان حکومت او پوځ په مجموعي توګه ذمه وار ونه ګرځوي، که داسې شوي وای نو بیا پاکستان ته په نړیواله کچه د پوښتنو ګروېژنو ګواښ رامخ ته کېدای شو، او کېدای شی سزا شوي هم وائ ، اوس چونکې دغه راپور کې يوازې د غفلت خبره شوې ده نو ځکه يې دا راپور افشا کړو"

تر دا مهاله د دې راپور د افشا کولو په اړه د پاکستان پوځ او حکومت خپل دريځ نه دی په ډاګه کړی.
XS
SM
MD
LG