د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني چارواکو لاپرواهي کړې. اېبټ اباد کمیشن


د القاعده وژل شوی مشر اسامه بن لادن
د القاعده وژل شوی مشر اسامه بن لادن

د الجزيره ټي وي پر وېبپاڼه خپور شوی رپوټ کې راغلي د امريکا استخباراتي ادارې سي ای اې د اسامه بن لادن د دويمې ښځې يې په مرسته د هغه لټون کړی وو

د پاکستان حکومت له اړخه قایم کړل شوي ايبټ ا باد کميشن رپورټ کې د ملک پر عسکري او ولسي ( سويلين) مشرتابه نتقيد شوی دی. په رپورټ کې ويل شوي دي چې د اسامه بن لادن خلاف په ايبټ اباد کې امريکايي پوځي اپريشن د پاکستان حکومت او پوځ دواړو ناکامي ده.


په درې سوه شپږ دېرش پاڼو مشتمل دا رپورټ د الجزيره ټي وي پر وېبپاڼه خپور شوی رپوټ کې راغلي د امريکا استخباراتي ادارې سي ای اې د اسامه بن لادن د دويمې ښځې چې خیریه نومېږي په مرسته د هغه لټون کړی وو

په رپورټ کې دا هم ويل شوي دي چې د دې اپريشن مقصد د اسامه بن لادن نیول نه بلکې وژل وو.

کميشن د اسامه بن لادن وژنه جنايي کړنه یا فعل بللی دی.

رپورټ وايي، چې د اسامه بن لادن موجودګي د اطلاع ورکولو ذمه واري د پاکستاني استخباراتي ادارې ای اېس ای وه.

دا هغه کور دی چې اسامه بن لادن په کې ووژل شو
دا هغه کور دی چې اسامه بن لادن په کې ووژل شو
په رپورټ کې دا هم ويل شويدي چې د اسامه بن لادن په پاکستان کې موجودګې لپاره يو کس او يا يو اداره ذمه واره نه ده.

رپورټ زياتوي چې اسامه بن لادن تر نهه کاله پورې په پاکستان کې وو چې شپږ کاله یې په ايبټ اباد کې تير کړي ول.

په راپور کې په حيرانونکې توګه دا پوښتنه شوې ده چې په ٢٠١١ م کال د يو بل تره ګر مشر په ايبټ اباد کې له نيولو پس په دې خبره ولې غور ونه کړل شو چې په دغه علاقه کې نور کوم خلک ژوند کوي.

ډاکټر شکیل اپرېدی
ډاکټر شکیل اپرېدی
د رپورټ له مخې چې تر اپريشن وړاندې ډاکټر شکيل اپرېدي ته امريکا دوه وړانديزونه کړي ول. يو دا چې جاېیداد خرڅ کړه او د خيبر ايجنسې له لارې بګرام ته ورشه او دويم دا چې بګرام ته له رسېدو وروسته د جاییداد پيسې به امريکا ورکړي.

د ايبټ اباد کميشن د دې رپورټ په اړه د دفاعي چارو کار پوه ريټایرډ بريګېډیېر سيد نذير له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل،” د دې رپورټ نه چې څومره توقعات وو چې د ا به ډيرې داسې خبرې برسېره کړي چې هغه زموږ له پاره د شرمندګۍ باعث جوړې شوې دي خو هغه توقعات پوره نه شو. دويمه خبره دا هم پوره نه شوه چې ګواکې د چا کمزوي وه او څوک د دې خبرې ذمه وار وو، چې هغوی تپوس وکړل شي، دا هم ونه شو، او دريمه خبره دا ده چې که سبا ته بله داسې پېښه د الظواهري په اړه راځي يا د بل چا په اړه نو دا رپورټ خو دا تاثر ورکوي چې داسې به کيږي او څه نتيجه به ترې نه راوځي نو د دې به بيا څوک ذمه واري اخلي"

خبريال او د سيمه ايزه چارو کار پوه رحيم الله يوسفزي مشال راډيو ته وويل، چې په پاکستان کې هم دغه طريقه وي چې يو پېښه وشي نو هغې ته کميشن يا کميټي جوړه کړل شي چې پکې اکثره دوی هغه رپورټونه نه ښکاره کوي او نه د هغې په سفارشونو عمل کوي.

د رحيم الله يوسفزي د وينا سره سم چې په مشرقي پاکستان د حمودالرحمان کميشن رپورټ دوی ښکاره نه کړ او نه يې د هغې په سفارشاتو عمل وکړ او بيا دغه شان په اول ځل د هندوستان په يو اخبار کې دغه رپورټ چاپ شوی وو.

"ايا دا حکومت به پر دې سفارشاتو عمل کوي او که نه ، او که عمل کوي نو بيا به دا خبره کيږي چې دوی د تېر حکومت نه بدل اخلي ، او بل دا چې جنرل اشفاق پرويز کياني اوس هم د پوځ مشر دی او په کې د پوځ او د ای اېس ای هم کوتاهي وه نو د هغې خلاف به څوک کاروايي کوي. نو دا ده چې د خپلې تسلۍ له پاره چې دغه کومه پوښتنه جوړېږي په هغه وخت کميشن جوړ کړی چې د خلکو غوسه او تشويش لږ کم شي"

د ذکر وړ ده چې جسټس ريټائرډ جاويد اقبال په مشرۍ درې رکني کميشن شپږ مياشتې وړاندې د هغه وخت وزيراعظم راجه پرويز اشرف ته دا رپورټ ورکړی وو چې دا رپورټ بيا مخې ته رانغلو.
XS
SM
MD
LG