د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې اوو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، پرون ناوخته يو کس غوښتل د اندړو ولسوالۍ بازار ته په ديګ بخار کې ماين يوسي چې، پوليسو پېژندلی او له ښاره د باندې يې شړلی، خو هلته ورباندې خپل ماين ورچاودېدلی، چې دوه پوليس هم ورسره ژوبل شوي دي.


د اندړو ولسوال قاسم دېسيوال وايي، "طالبانو د حبيب ګوډلو په پوسته پرون بريد وکړ، وروسته بيا د دوی او سيمه ييزو پوليسو نښته وشوه، چې يو ساعت يې دوام وکړي، په دغه نښته کې څلور طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل دي. طالبانو داسې پلان درلود، چې په يوه وخت په ښار کې چاودنه وکړي او په سيمه ييزو پوليسو بريد وکړي، خو دواړه ځايه ناکامه شول."

دېسيوال وايي، په نښته کې سيمه‌ييزو پوليسو ته ځاني زيان نه دی اوښتی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG