د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا متاثرينو لپاره پاخه کورونه جوړېږي


په لومړۍ مرحله کې په جنوبې وزيرستان کې ٣٢٥ کورونه جوړوي او په دويمه مرحله کې به په کرمه، باجوړ او مهمند ايجنسو کې نور ٧٠٠ کورونه جوړوي


د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اين ايچ سي آر به د سعودي حکومت په مرسته په قبايلې سيمو کې د متاثرينو لپاره په ٢ کمرو مشتمل ١٠٢٥ کورونه جوړوي.


د تير ګل په ورځ د اسلام آباد په يو مقامي هوټل د دې منصوبې د پرانستې دستوره وشوه.
دستورې ته په خپله وينا کې د يو اين اېچ سي آر په پاکستان کې مشر نيل رائټس وويل، چې اداره به يي د سعودي حکومت په مرسته په لومړۍ مرحله کې په جنوبې وزيرستان کې ٣٢٥ کورونه جوړوي او په دويمه مرحله کې به په کرمه، باجوړ او مهمند ايجنسو کې نور ٧٠٠ کورونه جوړوي او دا منصوبه به د روان کال تر آخره پای ته ورسي.


نيل رائټس وويل، چې دا کورونه به هغه متاثرينو ته ورکول کېږي چې څوک خپلو سيمو ته ستانه شوي دي او کورونه يي په پوځې آپريشنونو کې ړنګ شويدي خو دومره وس نه لري چې خپل کورونه بيا له نوې سره جوړ کړي.

په دستوره کې د سعودي حکومت لخوا ګډون کونکي چيف انجنيئر عبد الله الشعيبي مشال ريډيو ته وويل چې دې منصوبې لپاره یې ٨ مېليونه ډالر مختص کړيدي او د روان کال ترآخره به ١٠٢٥ کورونه جوړوي او په دې لړ کې یې د سيمو دوره هم کړيده ده او له ټېکدارانو سره د معاهدو ورستو په يو څو ورځو کې به د کورونو په جوړولو کار هم شروع شي.

په دستوره کې د سعودي او يو اين ايچ سي آر چارواکو علاوه د پاکستان د سيفران وزارت چارواکي هم موجود ول.

مشال ريډيو ته د ياد شوې وزارت جوائنټ سيکترې طاهره ضياء وويل چې د خراب حالاتو لوجې د دې متاثرينو ودانو ته زيان رسيدلی دی او دوی دومره استطاعت نه لري چې خپل کورونو بيا له سره جوړ کړي. پاکستان حکومت هم د خپل وس مطابق د دې خلقو آبادکارۍ کارونه شروع کړيدې خو حکومت لپاره په يواځې د دې خلقو آبادکاري کول ممکنه نه ده نو زه ګڼم چې د سعودي حکومت او يو اين ايچ سي آر له دې متاثرينو سره دا يوه ښيګړه ده.

د يو اين ايچ سي آر د شميرې ترمخه تر دې دمه له قبايلې سيمو قريبا يو لکه او اتیا زره کورنۍ بې کوره شويدي چې پکې اتلس زره شپږ سوه اتلس کورنۍ په جلوزو کيمپ نوښار، توغ سرای کيمپ هنګو او نيو دراني کيمپ صده کې مېشت دي او پاتې يو لکه شپيته ذره شپږ سوه دوه پنځوست کورنۍ يا خو د کرايې په کورونو او يا له خپلو خپلوانو سره د ملک په مختلفو برخو کې اوسېږي.
XS
SM
MD
LG