د لاسرسي ځای

د پاکستان حکومت ټول ګوندیز امن کانفرنس رابولي


کوهاټ سورنګ (ټونل)

کوهاټ سورنګ (ټونل)

پاکستان کې لا هم د ترهګرۍ پېښې دوام لري چې وروستۍ هغه یې په کوهاټ کې پر یو کور د لاسي بم برید وو چې په کې څلور تنه زخمیان شوي دي.

د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند د امن پر ځای کولو په لړ کې د روانې میاشتي پر ۱۲مه نېټه د ټول ګوندیزې غونډې د رابللو لپاره له مختلفو سياسي او مذهبي ګوندو سره رابطې شورو کړېدي.


پرون د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د پاکستان کورونو چارو وزیر د پيپلز ګوند او جماعت اسلامي په ګډون له ځینو سياسي مشرانو سره پر ټيليفون خبرې کړې او هغوی ته ئې په ټول ګونديزه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړېده.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف هم په چین کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې په ملک کې د تره ګرۍ ختمولو لپاره ټولو امنیتي ادارو حکومت او ولس ته په ګډه کار کول په کار دي.
په پاکستان کې ترهګري د دغه هېواد لپاره یو لویه ستونزه ده چې د ختمولو لپاره یې تر دې وړاندې د عوامي نېشنل پارټۍ په بلنه او بیا د جمعیت العماء اسلام ف په بلنه ټول ګوندیز کانفرنسونه وشول خو تر دا ګړۍ یې یو څرګنده ګټه نه ده شیندلې.

په ملک کې لا هم د ترهګرۍ پېښې دوام لري، چې وروستۍ هغه یې په کوهاټ کې پر یو کور د لاسي بم برید وو. په دغه کې څلور تنه زخمیان شوي دي.

د سیمې د پولیسو یو مشر تنویر عاصم مشال راډیو ته وویل چې دغه برید نن پر یکشبنه په محمد زۍ سیمه کې د شیر محمد پر کور شوی دی.

په زخمیانو کې د شیر محمد په ګډون د هغه مېرمن او دوه ماشومان شامل دي.
له پېیښې وروسته بریدګر په تیښته بریالي شوي دي.

د پولیسو ویاند وویل، چې امنیتي ځواکونو د بریدګرو خلاف د لټون عملیات روان دي.
XS
SM
MD
LG