د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ترهګرۍ بېلا بېلې بڼې


پراګ - د پنجاب په لاهور کې په بمي چاودنه کې د څلور کسان ووژل شول او یو شمېر ژوبل شول.


دا چاودنه د شنبې په شپه د لاهور په زړې انار کلۍ کې شوې ده.

په تېرو ۱۰ کالونو کې د پاکستان په قبایلي سیمو او ټولو صوبو کې د نا امنۍ په سلګونه پېښې شوې دي چې د حکومت له وینا سره سم په کې شا و خوا ۴۵۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

تر اوسه پورې د ترهګرۍ له پېښو سره په تړاو ګڼ شمېر کسان نیول شوي هم دي خو لا یې عدالتي کار روایي نه ده شوې.

له دې سره په پاکستان کې یو نظر هم دا دی چې په دې هیواد کې د ترهګرۍ پېښو وجه د ترهګرۍ پر ضد نړیواله جګړه ده.

د دفاعي چارو پوه او د پاکستان پوځ او آی اېس آی پخوانی افسر برېګېډییر (رېټایرډ) اسد منیر وايي، په پاکستان کې د تاو تریخوالي روانۍ لړۍ سیاسي، فرقه ییزه، مجرمانه، بیلتون پاله او مذهبي بڼې لري.

له ده مې پوښتنه وکړه چې ایا ولس ته د دې اړخونو پېژندګلوۍ په ورکولو کې د پاکستان سیاسي او فکري طبقه ناکامه شوې نه ده؟

دی وايي، بالکل ناکامه دي. دی وايي، د ټولو سیاسي ګوندونو، د هیواد پوهان او رسنۍ دا ذمه واري لري چې ولس ته سمه خبره وکړي.

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو څانګې پخوانی مشر پوهاند ډاکتر اعجاز خټک البته فکر لري چې د دې ستونزې لامل دا دی چې پاکستان د یوه دولت یا ریاست په توګه کمزوری دی.

اسد منیر وايي، په پاکستان کې سیاسي او واکمن ګوندونو تل د تاو تریخوالي مخنیوي په اړه په خپلو کمزورو پالیسیو د پردې اچولو له پاره د ولس له امریکا ضد جذباتو ګټه اخیستې ده.

پروفیسر خټک وايي، په پاکستان کې ټولنیز او سیاسي جوړښت د مختلفو وجوهاتو له کبله ټوټې ټوټې شوی دی نو ځکه له ریاست سره رښته کمزورې ده.

دی وايي، د ترهګرۍ او تاوتریخوالي مخنیوی اوس ګران کار شوی دی.

دی زیاتوي، په پاکستان کې د ټولنیز او سیاسي جوړښت ارتقا ته اړتیا ده. له دې سره به د ولس له ریاست سره اړیکي مضبوط شي.

په دې موضوع غږیز رپورټ لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG