د لاسرسي ځای

تازه خبر

بولیویا سنوډن ته پناه ورکوي


د بوليويا ولسمشر وايي د امريکا فراري استخباراتي اهکار ايډورډ سنوډن ته پناه ورکوي.

د بوليويا ولسمشر ايو مورالېس EVO Morales پرون وويل، که سنوډن وغواړى پناه به ورکړل شي.

تر دې مخکې د جنوبي امريکا دوو نورو هېوادونو وينزويلا او نيکاراګوا هم ورته د پناه ورکولو اعلان کړى و.

د وينزويلا ولسشمر ويلي، هېواد يې د انساندوستۍ له مخې سنوډن ته پناه ورکوي، چې په امريکا کې به د قانوني کاروايي له ستونزې هم خلاص شي.
په همدې حال کې د نيکاراګوا ولسمشر ډينيل اورټيګا Daniel Ortega ويلي، که چېرې شرايط اجازه ورکړي، سنوډن ته په پناه ورکولو راضي دى.
ايډورډ سنوډن چې د امريکا پټ استخباراتي معلومات يې افشا کړي، له دوو اوونيو راهيسې د مسکو په نړيوال هوايي ډګر کې دى. امريکا يې پاسپورټ لغو کړى دى.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG