قاهره - د مصر د ولسمشر وياند وايي، د وزيراعظم په حيث په رسمي توګه د محمد البرادعي ټاکنه نه ده شوی.
تر دې وړاندې رپورټونه خپاره شوی ول چې د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې پخوانی مشر محمد البرادعي به د مصر نوی لنډ مهالی وزیر اعظم وي.
د وياند په وينا البرادعي د شنبې یا خالي پر ورځ لنډ مهاله ولسمشر عدلي منصور سره ملاقات کړي وو خو رسمی ټاکنه يې نه ده شوی.
د ولسمشر وياند احمد مسلماني وویل:
((د وزيراعظم ټاکنې له پاره مشاورت روان دی خو تر اوسه پورې يې څوک هم نومولي نه دي. د يو نوم په اړه اشاره کېږي خو د ولسمشر له دفتره د دې تصديق لا نه دی شوی، ځکه چې دا يو فطری عمل دی چې په دې کړکېچنو حالاتو کې د نوي حکومت په جوړولو کې وخت لګي.))
د ولسمشر وياند زياته کړه، د وزيراعظم په توګه البرادعي نوم به يو غوره انتخاب وي.
د مصر دويم لوی اپوزیشن اسلامپاله ګوند نور وايي، د البرادعي له نوم سره اختلاف لري.
دې ګوند ګواښ کړی چې د نوموړي د وزیر اعظمۍ په صورت کې به د پوځي کودتا له ملاتړه به لاس واخلي.