د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې شورا کار باید دوام ولري، جرمني


د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني خاص استازي د افغانستان د سولې د عالي شورا د کار پر دوام ټینګار وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم مایکل کوخ پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په کابل کې په دې اړه خبرې وکړې.
مایکل کوخ په داسي حال کې د سولې د عالي شورا د کار د دوام غوښتنه وکړه چې د ولسي جرګې ځینو غړیو پرون دا شورا ناموثره وبلله او ویې ویل چې هغه دې منحله شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG