د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر افغان خاورې د بهرنیو پوځیانو وجود ته جواز لټول کېږي


سرچینه: افغانستان ټایمز

له افغانستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ( افغانستان ټايمز) په اداريه کې راغلي، بهرنۍ مطبوعاتي ادارې د افغانستان د راتلونکي په اړه يو نهيلی کوونکی انځور وړاندې کوي.


د دوی په خبرونو او ليکنو کې اکثره وخت ويل کېږي چې افغانستان د کورنۍ جګړې پر لور روان دی، افغان امنيتي سرتېري له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هېواد د امنيت ټينګولو جوګه نه دي او يا دا چې د افغانستان حکومتي ادارې په فساد کې ښکېل دي او د نړيوالو ادارو له مرستو پرته به خپلې چارې سنبال نه کړای شي.

په اداريه کې پوښتنه شوې، په داسې حال کې چې اېتلافي ځواکونه له افغانستانه وتلو ته تيارۍ نيسي، د دې هېواد د راتلونکي په اړه د داسې يوه ناامېده کوونکي تصوير وړاندې کولو هدف څه دی؟

اداريې دغې پوښتنې ته ځواب ويلی او ليکي چې د داسې کولو په ترځ کې غوښتل کېږي چې پر افغان خاوره د بهرنيو ځواکونو د اوږدې مودې موجوديت ته يو جواز پيدا کړل شي.

اداريه زياتوي، د بهرنيو رسنيو لخوا د افغانستان په اړه د دغه رقم بې بنياده خبرونو خپرولو يوه موخه ښايي د زيات شمېر لوستونکو او ليدونکو جلبول وي.

په ليکنه کې وړاندې ويل شوي، ان دا چې نړيوال طاقتونه هم د افغانستان د يوې بدمرغې راتلونکې تصوير په جوړولو او خلکو ته په رسولو کې رول لوبوي. کله هم چې يوه امريکايي او يا هم برتانوي امنيتي چارواکی د افغاستان د امنيت په اړه نهيلي ښيي، د دې هېواد وګړي، له دې امله چې قربانيو يې هيڅ رنګ را نه وړ، زښت خواشيني کېږي.

خو د يادې ورځپاڼې په اداريه کې ډاډ ښودل شوی چې د افغانستان راتلونکې هسې خپه کوونکی نه دی لکه چې د بهرنيو رسنيو په خبرونو کې انځوريږي.

د اداريې له ليکنې سره سم، دا مهال افغانستان پر يوه ښه لور روان دی. کابل د نړۍ په تېزۍ سره له بدلېدونکيو ښارونو څخه يو دی، نوې ودانۍ په کې جوړيږي، او مهمه يې دا چې افغان ځواکونو ثابته کړې چې د بهرنيو ځواکونو په پرتله د وسله والو حملې په چټکتيا سره شنډولای شي.

ليکنه کاږي، که خبره د ترهګر بريدونو وي، نو نړۍ ته بايد مالومه وي چې دا مهال زيات تروريستي او ځانمرګي بريدونه په پاکستان کې کېږي. په ليکنه کې دغه راز ويل شوي چې، که د دغو پېښو له امله د پاکستان د ماتېدو اندېښنه نه څرګنديږي، نو ولې د افغانستان د راتلونکي په اړه د نړۍ او د دغه هې،اد خلک تېر باسل کېږي.
XS
SM
MD
LG