د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سرتېري ته د ۱۶ کالونو بند سزا واورول شوه


د افغانستان په هېلمند کې یو پوځي عدالت د افغان ملي اردو يوه عسکر ته د يو ملکي وګړي د وژنې په تور د ۱۶ کالونو بند سزا اورولې ده.

د افغان پوځ له ٢١٥ميوند قول اردو څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، پر محمد آغا تور وو چې تېر کال يې په يو بس ډزې کړي وي او يو افغان يې وژلی وو.

د یو بل خبر تر مخې افغان چارواکي وايي په ميدان وردګ او ننګرهار ولايتونو کې يې ۱۱ وسله وال وژلي او ځينې نور يې نيولي.

د ميدان وردګ ولايت وياند، عطاالله خوګياڼي د شنبې پر ورځ مشال ته وويل چې دغلته په شپږو وژل شوو کې دوه عربان هم شامل دي.

بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکو په يوه جاري کړي خبرپانه کې ويلي چې د خوګياڼو ولسوالۍ د خوازه خېلو په سيمه کې يې بيګا پینځه وسله وال وژلي او پینځه نور يې ټبيان کړي دي.

د خبرپاڼې ترمخې په وژل شويو کې د مشهور قوماندان طوفان په ګډون درې تنه وزيرستاني طالبان هم شامل دي او دوه تنه وسله وال طالبان نيول هم شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG