د لاسرسي ځای

سنو ډاون ته د واده وړاندیز شوی دی


د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی مفرور اډوارډ سنوډاون چې د امریکايې حکومت تر څارنې لاندې دی ، پخوانۍ روسۍ جاسوسې انا چاپمن Anna Chapman د واده وړاندیز ظاهراً منلی دی.
اناچاپمن د چارشنبې په ورځ پر ټویټر په استول شوي یوه پیغام کې له سنوډن څخه چې پاسپورت یې د امریکا له خوا بې اعتباره شوی او د مسکو له هوايي ډګر څخه نشي وتلای وغوښتل چې له دې سره واده وکړي. او سنوډن یوڅه ناوخته په هغه پیغام کې چې نن پر ټویټر خپور شو ویلي چې دی هرڅه له پامه غورځوي او له دې سره واده ته چمتو دی.
اناچاپمن په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا او روسیې ترمینځ د جاسوسانو د تبادلې د یوې معاملې په ترڅ کې راخوشې شوه او اډوارډ سنوډن بیا د امریکا د استخباراتي معلوماتو د پروګرام له افشا کولو وروسته په امریکا کې تر تعقیب لاندې دی.
XS
SM
MD
LG