د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان دې د خپلو بیانونو له کبله سولې ته زیان نه رسوي


پاکستان وايي، دوی افغانستان ته امنیت راوستو په لړ کې ډېر ګامونه اخیستي دي خو د افغان چارواکو له خوا بیانونه په افغانستان کې د سولې عمل یا بهیر ته زیان رسولای شي.


دا خبره د جمعې پر ورځ په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چودري په خپله اوونیزه خبري غونډه کې وکړه.

ده وویل: ((موږ نه غواړو چې د چا نوم واخلو خو بیا هم د افغان مشرتابه له خوا سخت بیانونه مخې ته راځي چې له وجې یې ممکنه ده د امن بهیر ته زیان ورسي. پاکستان د افغانستان د سولې په عمل او جوړ جاړي په ترځ کې، او په ځانګړي ډول په تېرو میاشتو کې ډېر ښه رول تر سره کړی دی. باید افغانستان د پاکستان دې کار ته په ښه سترګه وګوري.))

په دې وروستیو کې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانیستنې، د طالبانو بیرغ پورته کولو او په دې بهیر کې د افغان حکومت نه شاملولو په غبرګون افغان ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان تور پورې کړ چې د افغانستان وېشلو او په دې هیواد کې د ملوک الطوایفۍ را منځ ته کولو هڅې کوي.

چودري وویل، د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري به د روانې میاشتې (جولای) په پای کې پاکستان ته ورځي.

ده د کیري د سفر پخه نېټه یا اېجنډا و نه ښوده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG