د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: تر نیمايي ډیر ښوونځي ودانۍ نه لري


اوسمهال په خوست کې د زده کوونکیو شمیر نږدې درې لکو کسانو ته رسیدلی، چې تر سلو زرو ډیر يې نجونې دي، دوی په 326 بابه ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي.

په خوست کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې تر نیمايي ډیر ښوونځې ودانۍ نه لري، همدارنګه څلویښت سلنه ښوونځي د عملي زده کړو په برخه کې د لابراتوارونو، کتابتونونو، کمپیوټر خونو او له نورو درسي لوازمو او وسایلو هم بې برخې دي، چې دې نیمګړتیاوو په خوست کې ښوونیز بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی.


په خوست کې د پوهنې بهیر د نورو سیمو په شان د هرې ورځې په تیریدو سره پرمختګ کوي، اوسمهال په خوست کې د زده کوونکیو شمیر نږدې درې لکو کسانو ته رسیدلی، چې تر سلو زرو ډیر يې نجونې دي، دوی په 326 بابه ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي.

د خوست د پوهنې سرپرست رئیس الحاج مطیع الله فضلي مشال راډیو سره په ځانګړو خبرو کې وویل، چې د ډیری شمیر ښوونځیو ودانیو او چاردیوالیو نشتون پدې ولایت کې ښوونیز بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی او دا کار ددې لامل شوی چې د پوهنې په چوکاټ کې یو ښه نظم تامین نه شي.

نوموړي په پیل کې په خوست کې د زده کوونکیو، ښوونځیو او نورو نیمه عالي زده کړو موسسو د اعدادو او ارقامو په اړه داسې څرګندونې وکړې:

(( د خوست په ولایت کې په عمومي زده کړو کې موږه 292 740 نجونې او هلکان شاګردان لرو، چې لدې چملې څخه 164 159 هلکان دي او همدارنګه 108 581 نجونې دي، چې دا ټول په 326 بابه ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي. پدې کې 292 بابه ښوونځي تیر کال ول او 34 بابه ښوونځي سږ کال نوي جوړ شوي دي. د ښوونځیو له یادو ارقامو څخه 88 بابه لیسې دي، 61 بابه منځني ښوونځي دي او پاتې لوموړني ښوونځي دي.))

مطیع الله فضلي وویل، چې په خوست کې تر نیمايي ډیر ښوونځي ودانۍ او په پنځو کې څلور برخې يې چاردیوالۍ یا راچاپیره دیوالونه نلري، چې دا کار د پوهنې بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی دی:

((د خوست 151 بابه ښوونځي ودانۍ لري او 175 بابه ښوونځي تر اوسه ودانۍ او تعمیرونه نلري، کچیرې هغه ښوونځي چې ځانته راچاپیره دیوالونه او احاطې لري وشمیرو، نو یوازې 64 بابه ښوونځي مو راچاپیره دیوالونه لري، چې تقریباً په یو داسې چاپیریال کې زده کړې کوي، چې بیدیانيو مزاحمتونو څخه په فارغه فضاه کې دي او 262 بابه ښوونځي مو احاطه نلري او دې کار د ښوونځیو ډیر نظم ته صدمه رسولې ده. په روان کال کې مو تر دې دمه څلورو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې کړې. د 175 ښوونځیو د ودانیو نشتون په خوست کې د پوهنې د بهیر پروړاندې اساسي ستونزه ده، همدارنګه د 262 ښوونځیو د احاطو نشتون هم هغه نیمګړتیا ده، چې د زده کوونکو په توجه پوره اغیز لري او هر کله چې د زده کوونکو توجه خرابیږي، ما نا دا چې ښې زده کړې نشي کولای، څرګنده ده چې تدریس باید په ښه ماحول کې صورت ونیسي، تعمیر او اتاقونه باید موجود وي، چاردیوالي باید موجوده وي، ځکه بیا نظم نه راځي.))

الحاج مطیع الله فضلي په روان کال کې یو شمیر پرمختیاوو ته اشاره وکړه، چې اوسمهال په خوست کې په سلګونو نجونو او هلکانو ته په ښار او اطرافو کې د نیمه لوړو زده کړو د ترلاسه کولو زمینې برابرې شوي دي:

((سږ کال مو په خوست کې د مالي او حسابدارۍ په برخو کې یو نوی انسټیټیوټ تاسیس کړ، د نجونو لپاره مو هم کثیرالرشتوي په نوم یو نوی انسټیټیوت پرانیست، ددې تر څنګ مو 34 بابه نوي ښوونځي ایجاد کړل او نږدې په ټولو ولسوالیو کې مو د دارالمعلمینو الحاقیې او ورپورې نور تړلي مراکز ایجاد کړل، چې پدې سره ښوونکیو ته په خپلو ولسوالیو کې د نیمه لوړو زده کړو زمینه برابره شویده.))

د خوست د پوهنې سرپرست رئیس له اړوندو ارګانونو او مرستندویه موسسساتو څخه غوښتنه وکړه، چې د یادو نیمګړتیاوو په حلولو کې ورسره مرسته وکړي، ځکه دوی د ودانیو له خوارۍ د ښوونځیو لابراتوارونه او نور وسایل د خلکو په حجرو او یا د جوماتونو په برنډو کې ایښي ، چې ورڅخه مطلوبه ګټه نشي پورته کیدای او پرې د پاسه خاورې او دوړې پرتې وي:
((زه د خوست د پوهنې ریاست د مسوولینو په استازیتوب له ټولو مرستندویه موسسو، د وزارت مقام او د ولایت له مشرتابه څخه غوښتنه کوم، چې دوی دې پدې برخه کې له موږه سره ډیره مرسته وکړي،تر څو زموږ هغه ښوونځي چې ودانۍ او راچاپیره دیوالونه نلري، دا نقیصه لیرې شي او موږ یو داسې ماحول جوړ کړو، چې ښوونیز بهیر تر پخوا ډیر پرمخ ولاړ شي.

که چیرې موږ ښه تعمیر ولرو، نو مالومه ده چې په هغه کې به ښه لابراتورونه ولرو، هغې کې به موږ ښه میزونه او چوکۍ ولرو، په هغې کې به موږ د کمپیوتر لیب لپاره ځانته بیلې مجهزې خونې ولرو، نو دا چې موږ په ځینو ښوونځیو کې دا وسایل او لوازم لرو، خو تعمیر يې نشته نو لدې ستونزو سره مخامخ وو، چې چیرې مو په کومه حجره کې ایښي وي او ځینو ځایونو کې د جوماتونو په برنډو کې لدې څخه استفاده کوو، ځکه زده کوونکي هغه ځای کې زده کړو ته کیني، هغو سره موږ په تکلیف یو ځکه ځای نه ورته لرو او هسې ګردونو راڅخه ووهل.))
د یادونې وړ ده په خوست کې د ښوونځیو د فعالیت په اړه کومه څرګنده ستونزه نشته او له همدې کبله په ځانګړي ډول په نا امنو سیمو کې له مسلکي معلیمنو سربیره په سلګونو دیني عالمان په ښوونځیو کې د ښوونکیو په توګه دندې ترسره کوي، خو خلک غوښتنه کوي، چې پدې ولایت کې د ښوونیز بهیر د لا ښه کیدو لپاره دې، د معارف مسوولین له ښوونځیو څخه د څارنې او پلټنې بهیر لا پراخ کړي.
XS
SM
MD
LG