د لاسرسي ځای

ارزګان و کندهار کې ځانمرګي بریدونه ګڼ مړه ژوبل


اروزګان کې ځانمرګي برید ۱۲ کسان وژلي او پنځه ژوبل دي. د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې يوې ځان وژونکې حملې دوه تنه ووژل او اته تنه نور یې ټپیان کړل

اروزګان


په اروزګان کي ځان وژونکې حملې دملکیانو په ګډون دولس تنه پولیس ووژل او پنځه تنه نور يي ټپیان کړل.


د اروزګان د والی ویاند عبدالله همت مشال رادیو ته وویل چي نن دولس نیمي بجې یو ځانوژونکي د ملي پولیسو د عملیاتي ګنډک په وداني کې چاودنه کړې.

د همت په وینا په چاودنه کې دولس کسان وژل سوي او پنځه نور ټپیان دي .

دهمت په وینا په وژل سو او ټپیانو کې ملکیان هم شامل دي .

همت وايي تر اوسه نه ده معلومه چي ځان وژونکی د پولیسو دغه مرکز ته څه ډول داخل سوي .

ددې حملې مسوولیت وسلوالو طالبانو منلي دي.

کندهار

بلخوا افغان چارواکي وايي، چې د کندهار به سپين بولدک ولسوالۍ کې يوې ځان وژونکې حملې دوه تنه ووژل او اته تنه نور یې ټپیان کړل.

د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق مشال راډیو ته وویل؛ یو ځان وژونکی نن سهار نهه بجې په سپين بولدک ولسوالۍ کې له پاکستان سره پر پوله د تلاشۍ پر مهال ځان ته چاودنه ورکړې.

د جنرال عبدالرازق په وینا، په دې پېښه کې یو سرحدي پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي؛ دوه سرحدي پوليس او شپږ ملکیان ټپیان شوي.

قومندان رازق وايي، ځان وژونکی له پاکستان څخه ورغلی وو.

طالب وسله والو د دې پیښي مسوولیت منلی.


غزني


بلخوا په غزني کې چارواکي وايي، هلته تېره شپه د سيمه ييزو پوليسو او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې، چې پکې يوولس تنه طالبان وژل شوي دي، طالبان خپلې غاړې ته ور اوښتې مرګ ژوبله کمه ښيي.

چارواکي وايي، نښته تېره شپه د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې د طالبانو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ شوې ده، چې څو ساعته يې دوام درلود.

په دغه نښته کې د چارواکيو په خبره، يوولس تنه طالب وسله وال وژل شوي، خو سيمه ييزو پوليسو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی.

د ګېرو ولسوال عبدالله خير خواه وايي، په وژلو شويو وسله والو کې څلور تنه پاکستانيان او پاتې نور يې افغانان دي.

دی وايي، تر نښته وروسته د وسله والو ځينې وسلې او موټر سايکلونه هم سيمه ييزو پوليسو ته ور پاتې شوي دي.

"تېره شپه زموږ په ولسوالۍ کې پر محلي پوليس جنګ ولګېده، چې څو ساعته يې دوام وکړ او يوولس تنه طالبانو پکې ووژل شول. په مړو شويو طالبانو کې څلور پاکستانيان هم شامل دي، خو زموږ خوا ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی"

خو طالبان بيا دوی ته تر ور اوښتې مرګ ژوبلې، د سيمه ييزو پوليسو هغه زياته بولي.

څه موده وړاندې پرلپسې دوه اوونۍ وسله والو طالبانو د ګېرو ولسوالۍ محاصره کړې وه.
XS
SM
MD
LG