د لاسرسي ځای

تازه خبر

"استخباراتې ادارې دې له عدالت سره ټوکې نه کوي"


د پېښور های کورټ چېف جسټس دوست محمد خان
د پېښور های کورټ چېف جسټس دوست محمد خان

که عدالت پته ولګېدله چې امنیتي استخباراتي چارواکو په ناقانونه حراستونو کې لادرکه کسان ساتلي دي نو پر ضد عدالتي کاروايي کوي-


پېښور: تیره ورځ د پېښور های کورټ چېف جسټس دوست محمد خان د ۱۲بېدرکه کسانو د مقدمو د اورېدنې پر مهال وویل، چې امنیتي استخباراتي او انتظامي چارواکي دې په سنجیدګۍ د لادرکه کسانو د ستونزې حل راوباسي او له عدالت سره دې په دی لړ کې ټوکې ټکالي پرېږدي.


نوموړي وویل، که چېری دوی ته پته ولګېدله چې د امنیتي استخباراتي یا انتظامي چارواکو تر ولکې تري تم کسان په ناقانونه حراستونو کې ساتلي دي نو عدالت به هرومرو د دغه چاروکو پر ضد عدالتي کاروايي کوي-

په پېښور های کورټ کې د ۱۲۳ لادرکه کسانو د مقدمو د اورونی پر مهال د مشر قاضی دوست محمد خان د دی څرګندونو په لړ کې سرکاري وکیل ډپټي اټارني جنرل اقبال مومند مشال ریډیو ته وویل: ((چې کوم ۱۲۳ کېسونه لګیدلی وو نو په دی کې بعض زاړه د ۲۰۰۹م د وخت وو او مشر قاضی پری د ډیر خفګان څرګندونه وکړه او ویې ویل چې که چېري د دې کېسونو فیصله ونه شوه او ژر تر ژره استخباراتي ادارو د دې ځواب ورنکړو او عدالت ی مطمئین نه کړو یا په غیر قانونی حراستی مرکزونو کې داسی ورک شوی کسان وموندل شو چې تر دی دمه په غیر قانونی حراستی مرکزونو کې دی او دی(استخباراتی) ادارو د هغی په ضد څه قانونی کاروائی هو ونکړه نو بېا به مجبورًا عدالت د هغوی په ضد څه قدم پوره کوي))

په پېښور های کورټ کې د ورک شویو کسانو د دی قضیې د اورېدنې پر مهال د بې درکه کسانو کورنو له عدالته بهر د خپلو خپلو کورنو د ورک شویو کسانو تصویرونه پورته کړي ول او عدالتي فیصلې ته په انتظار ول- پر دې مهال د مردان محمد ولي مشال ریډیو ته د خپل ورور د بې درکه کېدو په اړه وویل: ((زموږ ورور خپل کار کسب کولو او وړو ته به یې سبق ښودلو او هغه چرته په غرمه هم له خپله کوره بهر نه وو وتلی او های کورټ موږ ته کله یو تاریخ راکوي او کله بل او زموږ مور هم بيماره ده او هره ګړۍ یې شوګر ۵۰۰ پوری لوړی کچې ته رسیدلی وي ، نو اخیر ددی به څه کېږی دا پاکستان زموږ نه دی دا ستاسي او د بل نه دی چې داسې ناجائزه کېسونه په کې کېږی؟ یو پولیس ایس ایچ او زما ورور اغوا کړی دی او زموږ تر مخ یې بوتلی وو خو اوس یې نه مني چې هغه چرته بوتلی دی، هیڅ پته یې نه لګېږي))

که څه هم د ورک شوی کسانو کورنۍ د عدالتونو د تاریخونو د بدلېدو رابدلیدو نه تنګ شویدي خو په پېښور های کورټ کې سرکاري وکېل اقبال مومند مشال ریډیو ته وویل چې د ۲۰۰۸م راهیسې په پېښور های کورټ کې د بې درکه کسانو تر ۶۰۰۰ پوری کېسونه چلول شویدي چې په کې تر نیمايي زیاتو مقدمو فیصله شویده او تر ۱۰۰۰ نه واخله تر ۱۵۰۰ پورې لادرکه کسان قانوني حراستي مرکزونو ته لیږدول شوي دي.
XS
SM
MD
LG