د لاسرسي ځای

نوازشریف ویلي د جولايي میاشتې پر ۱۲نیټه به د ترهګرۍ پرضد د یوې قامي ستراتیجۍ د جوړولو لپاره د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د لوړې کچې غونډه کوي

اې پي خبري اژانس لیکي ــــــ په پاکستان کې د نوي حکومت د واک په وړومبۍ میاشت کې وسله والو ۱۶۰ کسان وژلي دي ــــــ دا ښايي چې د مذهبي سخت دریځۍ د نوغې ویستو لپاره د هیواد مشران څه جامع ستراتیجي نه لري .


پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند په انتخاباتو کې په دې خبره ستره بریا ترلاسه کړه ـــــــ چې په هیواد کې د طالبانو د یاغیتوب ستونځه به د خبرو اترو له لارې هواره کړي. طالبانو له خبرو اترو هغه وخت پر شا شول کله چې د دوی یو مهم مشر په ډرون برید کې ووژل شو.

خو حکومت تر اوسه څه متبادله ستراتیجي نه ده جوړه کړې او په عین حال کې وسله والو بریدونو ته دوام ورکړې. د خبري اژانس د شمیرو له مخې د جون په میاشت کې وسله والو یو سل شپیته کسان وژلي دي.

په بلوچستان کې د شیعه مسلمانانو له وژنو وروستو ــــ وزیراعظم نوازشریف له لوړ پوړ چارواکو سره کوټې ته ولاړ. هغه په دغه موقع وویل ــــــ لاقانونیت ته د پای ټکی کېښودلو ته به پوره پام کوي ـــــ که دا په کوټه یا بلوچستان کې وي یا د هیواد بله کومه برخه کې.

وزیراعظم نوازشریف اعلان کړی ـــــــ د جولايي د میاشتې په دولسمه نیټه به د تره ګرۍ پرضد د یوې قامي ستراتیجۍ د جوړولو لپاره د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د لوړې کچې یوه غونډه کوي.

خبري اژانس لیکي ــــــــ سره له دې چې پېښور ښار هم د ترهه ګرو بریدونو او هدفي وژنو ښکار دی خو تراوسه نه نوازشریف او نه د هیواد د کورنیو چارو وزیر دې ښار ته سفر کړی. کارپوهان وايي ــــ نوازشریف کوټې ته ځکه لاړ چې دا اوس دومره لویه ستونځه جوړه شوې چې سترګې ترې نه شي پټېدلای ـــــ مګر خیبرپختونخوا ته له سفر سره سیاسي خطرې تړلې دي ـــــ ځکه چې دا صوبه اوس د نوازشریف د مخالف عمران خان د ګوند په واک کې ده.

د عمران خان د ګوند غړي ــــــ د ترهګرۍ د پیښو د ودرولو لپاره له طالبانو سره د خبرو اترو پلویان دي.

خو ناقدین وايي ـــــ له طالبانو سره د خبرواترو پلویان دا خبره هېروي چې طالبان خبرې اترې د خپل طاقت د لا مستحکمولو لپاره کاروي. او بله دا چې له یو داسې وسله وال ټولګي سره خبرې په کار دي چې د پاکستان ریاست رانسکورول غواړي؟
XS
SM
MD
LG