د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له افغانستان سره نړیوالې مرستې باید عملي شي"



کابل نن پر چارشنبه د هغه کنفرانس کوربه دی چې؛ په کې په ټوکیو کې د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې د ژمنو د عملي کیدو څرنګوالی څېړل کیږي.


په دې کنفرانس کې د افغان چارواکو تر څنګ له افغانستان سره د لسګونو مرستندویه هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازو هم برخه اخیستې ده.

د دې غونډې په پیل کې له افغانستان سره د نړېوالو مرستو پر دوام، له فساد او درغلۍ سره د مبارزې، د ښځو د حقوقو پر خوندي کولو او په دې هېواد کې د راتلونکو شفافو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کولو ټینګار وشو.

په دې یو ورځني کنفرانس کې افغان حکومت او نړېواله ټولنه یو بل ته حساب ورکوي چې؛ په تیر یوه کال کې یې خپلې کړې ژمنې څومره او څنګه عملي کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو او د دې هېواد لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د چهارشنبې په ورځ د دې کنفرانس په پیل کې په افغانستان کې شته ستونزې او پرمختګونه بیان کړل.

د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټرعمر زاخیلوال وویل چې؛ اداري فساد لا هم په دې هېواد کې یوه ستونزه ده خو د مخنیوي لپاره یې هلې ځلې دوام لري.

ډاکټر زاخیلوال د بیلګې په توګه د کابل بانک بحران ته اشاره وکړه او ویې ویل چې؛ د دې بانک د پیسو او ملکیتونو د بیرته ترلاسه کولو لپاره مهم اقدامات شوي:

"فساد د یوې ستونزې په توګه لاهم شته،تاییدوو چې دې پدیدې زمونږ حیثیت ته زیان رسولی او زمونږ د نهادونو پرمشروعیت یې منفي اغیزې کړي.

موږ دې ته اړیو چې له دې پدیدې سره په پراخ ډول مبارزه وکړو.

د کابل بانک د قضیې په اړه د پام وړ پرمختګونه شوي او د دې بانک د پام وړ پیسې بیرته ترلاسه شوي.

"تراوسه چې د دې بانک نقدې پیسې او جایدادونه ترلاسه شوي څه باندې درې سوه او پنځه اویا ملیونه ډالره کیږي".

د مالیې وزیر له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د لګولو څرنګوالي ته هم اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دې مرستو ډیره برخه باید د افغان حکومت د بودجې له لوري ولګول شي.

ډاکټرعمرزاخیلوال وویل چې افغان حکومت د راتلونکو شفافو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کولو،د بشري حقوقو په خوندي کولو او د ښځو حقوقو په برخه کې د لاس ته راوړنو په ساتلو ژمن دی.

په دې کنفرانس کې له لوړ پوړو افغان چارواکو سربیره د اوه پنځوس هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي برخه لري.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي وویل چې دا هیواد باید له نړیوالې ټولنې سره په بیلا بیلو برخوکې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

یان کوبیش ټینګار وکړ چې؛ په افغانستان کې باید له اداري فساد سره جدي مبارزه وشي ځکه چې د ده په خبره دا کار له دې هیواد سره د نړیوالو د مرستو د دوام او د خصوصي سکتور لخوا د پانګې اچوونې لپاره ډیرمهم دی:

"د حکومت ژمنې برجسته کوو او دې ته یې هڅوو چې د بشرد حقوقو د خپلواک کمیسیون د خپلواکۍ د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي.

له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د وروستیو هڅو هرکلی کوو،له دې پدیدې سره د مبارزې لپاره لا حساب ورکوونې او شفافې حکومتدارۍ ته اړتیا شته.

له فساد سره مبارزه د مرستندویو هیوادونو او پانګه اچوونکو ډاډ زیاتوي".

د ټوکیو کنفرانس تیرکال د جولای د میاشتې په اتمه نیټه په جاپان کې جوړ شو،په دې کنفرانس کې مرستندویو هیوادونو د ځینو شرایطو په وړاندې کولو سره ژمنه وکړه چې تر۲۰۱۶ میلادي کاله پورې به له افغانستان سره څه باندې شپاړس ملیارده ډالره مرسته وکړي.

افغان حکومت په ټوکیو کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې له اداري فساد سره به ټینګه مبارزه کوي،راتلونکي انتخابات به شفاف او عادلانه ترسره کوي،او د بشر دحقوقو د خوندي کولو لپاره به جدي هڅې کوي.

که څه هم افغان چارواکي وایی چې په دې برخو کې یې ډیرې هلې ځلې کړي خو څیړونکي ترسره شوي کارونه کم بولي او ټینګار کوي چې باید نور اقدامات هم وشي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG