د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ:"د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مقبولیت زیات شوی"


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی


کراچۍ : د ۱۱ مۍ د ټولټاکنو روستو په بلوچستان صوبه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بهتر پوزیشن وروستو په کراچۍ د دغې ګوند چارواکي وایي په کراچۍ کې ګڼ شمیر پښتانه د دوی په ګوند شاملیږي. د یاد ګوند د سند صوبې مرستیال مشر سکندر یوسفزی وایي:


((خوشاله هم یو، او مطمین هم یو چې ګڼ شمیر خلک زموږ پارټۍ ته راروان دي. په لانډي کې آبله ورځ ۵۷ کسانو مختلفې پارټۍ پریښودلي دي ، په اتحاد ټاون کې او په پي ایس ۹۳ کې هم ځینې ملګري له موږ سره شامل شوي دي.

په سند صوبه کې چې سیاسي فضا کې کومه خلا راغلې ده ، موږ د هغې د ډکولو مکمل کوشش کوو او ولس هم موږ سره په دې کې ملګرتیا کوي))

د پښتون نیشنل الاینس مشر حاجي محمد برکي څو ورځې مخکې دخپلو سلګونو غړو سره په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې شامل شوی دی. هغه وایي دوی اوس خپل ګوند په پښتونخوا میپ کې ضم کړی دی.

((زموږ او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په موقف کې ډېر فرق نه و. چونکې د کراچۍ پښتانه د پښتونخوا وطن سره تړلي ګټې او تاوانونه لري او په دې برخه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمودخان اچکزی د پښتنو کیس او کاز په سمه توګه په ملکي او بین الاقوامي سطحه مخ په وړاندې بیاي نو ځکه موږ سره له خپلو ملګرو دې پارټۍ کې شمولیت وکړو))

په کراچۍ کې د قومي وطن پارټۍ چارواکي هم ورته دعوې لري . د یاد ګوند صوبای چارواکی قیوم ایډوکیټ وایي د مخکې په پرتله د دوی په ګوند کې د پښتنو ګډون زیات شوی دی .

په کراچۍ کې په لکونو پښتانه اوسیږي . په دغه ښار کې دپښتنو ملت پاله ګوند عوامي نیشنل ګوند په تیرو پنځه کلونو کې د ایم کیو ایم او پیپلز ګوند ترڅنګ ستر ځواکمن ګوند بلل کیدو، خو له تېر یو کال راهسې د طالبانو له لوري په دغه ګوند د حملو وروسته اوس عوامي نیشنل ګوند په کراچۍ کې خپل تنظیمي خوځښتونه ځنډولي او د ښار په بیلا بیلو برخو کې یې خپل دفترونه تړلي دي.

دا چې د پښتنو دوه نور ملت پاله ګوندونه پښتونخوا ملي عوامي ګوند او قومي وطن پارټي کوم چې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د مخکې په نسبت غوره پوزیشن لري، څنګه کولای شي په کراچۍ کې د پښتنو په سیاست کې رامنځته دا خلا ډکه کړي ؟

دا پوښتنه مې د سیاسي چارو له کارپوه اجمل خټک کشر څخه وکړه، د هغه جواب و:
((پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پښتنو نظریاتي او فکري کسانو ګوند دی، خو له تنظیمي اړخه دغه ګوند د بلوچستان یعنې د جنوبي پښتونخوا نه علاوه بل کوم ځای کې تراوسه داسې نه دی پاتې شوې چې وده دې وکړي.
د افتاب شیرپاو صېب قد قامت که څه د سیاست په حواله لوی دی خو د پښتنو د سیاست په لړ کې لا هغه تراوسه دې حد ته نه دی رسیدلی چې هغه به د اې این پي غوندي نظریاتي او تاریخي تنظیم ځای ونیسي))

د اجمل خټک کشر په خبره د کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې د کیدونکو سیاستونو ترمنځ فرق موجود دی او همدا وجه ده چې په کراچۍ کې د سیاسي تنظیمونو لپاره په ځای جوړولو کې ډېر وخت ته اړتیا وي.

XS
SM
MD
LG