د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ويني د هر څاڅکي حساب غواړو. نوازشریف


د پاکستان نواز شریف کوټې ته د خپل سفر پر مهال د بلوچستان وزیراعلا عبدالمالک بلوڅ ورته هرکلی وايي
د پاکستان نواز شریف کوټې ته د خپل سفر پر مهال د بلوچستان وزیراعلا عبدالمالک بلوڅ ورته هرکلی وايي

د پاکستان وزیراعظم میانوازشریف د بلوچستان مرکز کوټې ته د خپل سفر پر مهال وویل چې ؛له دې وروسته به د ترهګرۍ يوه پېښه هم برداشت نه کړي؛. د پاکستان تر ټولو ښه پوليس آفیسران به دې ښار ته ورکوي. او هر څه وسايل چې دوی يې وغواړي، وربه يې کړي... له دې سره د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر مالک بلوڅ هم ويلي ؛ریاست به د ترهګرۍ مخه په هر صورت نيسي؛.


د کوټې د هزاره ټاون د علي آباد سیمې تر ځانمرګي برید وروسته که څه هم لومړی د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر مالک بلوڅ د اسلام آباد خپله دوره ختم او د دوشنبې په ورځ بیرته کوټې ته ستون شو. چې د سېشنبې پر ورځ د پاکستان وزیراعظم میانوازشریف هم د يادې صوبې سرښار ته ولاړ، او د امنيت په اړه يې د صوبې له چارواکو سره سره د هزاره و له مشرانو سره هم ولیدل.

میانوازشریف په کوټه کې رسنيو ته وویل ؛نور د ترهګرۍ پېښې په هيڅ صورت زغملی نه شي؛. د بلوچستان په ګورنر هاوس کې تر غونډې وروسته چې د نیشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو هم په کې ګډون کړی وو، رسنيو ته وویل ؛دوی اوس پرېکړه کړې، چې دا د ترهګرۍ لړۍ به تردې وروسته قبوله نه کړي؛.

؛ موږ دا ورته وویل چې موږ به د پاکستان تر ټولو ښه پولیس آفیسران تاسو ته د کوټې او بلوچستان لپاره درکړو، ډاکټر مالک بلوڅ به ماته يو لیسټ راکړي، او موږ به که خدای کول ښه خلک دلته راولو؛.
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف کوټې ته د ورتلو پر مهال د پښتونخوا مېپ له پارلماني مشر عبدالرحیم زیارتوال سره روغبړ کوي
د پاکستان وزیراعظم نوازشریف کوټې ته د ورتلو پر مهال د پښتونخوا مېپ له پارلماني مشر عبدالرحیم زیارتوال سره روغبړ کوي

وزیراعظم میانوازشریف له رسنوالو سره په خبرو کې وویل، ډېر څه وشوو، لاکن تردې وروسته به د وینې د هر څاڅکي حساب اخیستل کېږي. نوموړي زیاته کړه، کوټه ډېر وړوکی ښار دی، او ولې په دې ښار کې د ترهګرۍ مخه نه شي نیول کېدای؟

؛په بلوچستان چې هدفي وژنې روانې دي. د دې حساب کتاب دې واخیستل شي. او دلته چې د تري تم شويو کسانو ستونځه ده، د هغې حساب کتاب دې هم وشي. ټول د شلو کوڅو او بازارونو ښار دی. آیا ددې حفاظت کول هم کوم مشکل کار دی؟؛.

د پاکستان وزیراعظم په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د کوټې ټینګ امنیت او د هزاره ټاون د ځانمرګي برید پلټنې د هيواد د استخباراتو لپاره بايد لومړی قدم شي، چې تر مسوولینو يې ځان ورسوي؛.

د وزیراعظم میانواز شریف په مشرۍ کې د بلوچستان د امنيت په اړه په دې غونډه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار، د استخباراتي ادارې آيي ايس آيي مشر لیفټينټ جنرل ظهیرالاسلام، د بلوچستان ګورنر محمد خان اڅکزی، وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د ملېشه ځواکونو مشر عبیدالله خان خټک، د پولیسو مشر مشتاق سکهيرا او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ.

تردې وړاندې د سې شنبې په ورځ د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د هزاره ټاون د علي آباد سیمې په ځانمرګي برید کې د وژل شويو کسانو له کورنیو سره ولیدل، او هغوي ته يې ډاډ ورکړ، چې نوی حکومت به د ترهګرۍ پر ضد ګامونه پورته کوي، او ترهګر به ځپي.

؛ریاست به خپلې ریاستي زمه وارۍ پوره کوي. او هر هغه قدم به اخلو چې زموږ د ميندو، خويندو، وروڼو وژنه بنده شي. ځکه چې دا يواځې ستاسو نه دي؛.

وزیراعلی بلوچستان د وژل شويو له کورنیو سره په خبرو کې زیاته کړه، د دوی حکومت به يواځې تر خبرو محدوده نه وي، بلکې عملي کار به کوي. او ډېر ژر به د ناامنۍ پېښو ته پای ټکی کښېږدي.
XS
SM
MD
LG