د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: پر اېف سي ځواک برید ۶ عسکر مړه ۱۰ ژوبل


بیګا د شپې نیمه قبایلي سیمه ایف آر پیښور کې وسله والو د امنیتي ځواکونو پر یو چیک پوسټ برید کړې چې پکې یې د فرنټیېر کانسټېبلري (ایف سي) ځواک شپږ سرتېري وژلي او لس نور یې ژوبل کړي دي.


د یادې سیمې مرستیال پولیټیکل ایجنټ نوید اکبر مشال رېډیو ته وايي، دا برید بېګا (د نهې او شورو شپه) په تیاره کې خواوشا یولس بجې له یوه سرکاري استوګنځي ( رېسټ هاوس) سره او د اېف سي ځواک له یوې ودانۍ سره وشو.

بلخوا د تحریک طالبان پاکستان یوه ویاند له نامالومه ځاییه مشال راډيو پر ټیلیفون د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. تر دې وړاندی هم په دې سیمه کې د وسله والو په هم دا ډول برید کې ۱۷ د لیویز ځواک امنیتي سرتیري وژل شوي ول-

د ایف آر پېښور د مرستیال پولیټیکل ایجنټ نوید اکبر په خبره د پیښور د نیمه قباییلي سیمې په بیلابیلو برخو کی له پیښې وروستو لټون پیل شوی دی،

د پېښور نیمه قبايیلي سیمه یو اړخ ته د ایف آر کوهاټ د دره آدم خېل سره شریکه پوله لري او بل اړخ ته د خیبر قبايیلي سیمې سره پوله لري او اکثره په دغه ځایونو کې فعاله وسلوالې ډلې په اېف آر پیښور کې په امنیتي سرتېرو بریدونه ترسره کوي او تر دې وړاندې د اېف سي کمانډنټ صفت غیور په دور کی د پېښور په نیمه قبايیلي سیمه او له دې سره په اړونده نورو هغو کې د وسلوالو پر ضد په باقائده توګه عملیات هم تر سره شوي ول او د کمانډنټ صفت غیور په وخت کی دا سیمه له وسلوالو پاکه کړل شوې وه. او خپله صفت غیور په پېښور کې د ملیشه ځواکونو د مرکزی وفتر خوا کې د وسلوالو لخوا په ځانمرګي برید کی ووژل شو-
XS
SM
MD
LG