د افغانستان سیاسي او جهادي مشرانو ولسمشرحامدکرزي ته مشوره ورکړې چې له امریکا سره د مهم امنیتي تړون په اړه خبرې بیا پیل کړي خو په هغه صورت کې چې ورسره له طالبانو سره په قطر کې د افغان حکومت د سولې خبرې هم پیل شي.
سیاسي او جهادي مشرانو د افغانستان او امریکا ترمینځ د امنیتي موافقې په وړاندې د افغانستان پر دریځ په هغه مشورتي غونډه کې بحث وکړ چې پرون په ارګ کې جوړه شوې وه.
د خبر له مخې غونډې همداراز یادونه وکړه چې له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون باید په افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسېدو، د هوایي ځواک په ګډون د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو د پیاوړي کېدو او سمبالېدو او د هېواد د اقتصادي ودې باعث شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان نوي وزیراعظم نوازشریف خپل بریتانوي سیال ډیویډکمېرون ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د سولې له هڅو سره به مرسته وکړي.