د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامدکرزي د کوټې او پیښور ترهګر بریدونه وغندل


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی

ارګ، کابل: د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د کویټې او په پیښور په ښارونوکې تروریستي بریدونه په کلکه وغندل.


د رپوټونو له مخې، پرون ماښام د کویټې په ښارکې یو جومات ته څېرمه د یو تروریستي برید او د پیښور په ښار کې د یوې بلې تروریستي پیښې له امله د ماشومانو او ښځو په شمول یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتله.

حامدکرزي د غه بریدونه په کلکه وغندل، وې ویل چې تروریزم هره ورځ د افغانستان او پاکستان ملکي وګړي په خاورو او وینوکې لړي.

ولسمشر ټینګار وکړ، د دواړو هېوادونو دنده ده چې له یو بل سره په صادقانه همکارۍ کې د تروریزم او افراطیت د پدیدې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او افغانستان تل په دې لاره کې هر ډول همکارۍ ته چمتوالی درلودلی دی.

ولسمشر د دغو تروریستي بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د لوی خدای له درباره د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله کوي.
XS
SM
MD
LG