د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر کونړ له پاکستاني لوري توغندي توغول شوي


د کونړ سیمه ییز چارواکي وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان له خاورې شاوخوا ۹۰ توغندي د دانګام او شیګل پر ولسوالیو لګېدلي دي.


د کونړ والي فضل الله وحیدي نن پر دوشنبه مشال راډيو ته وویل؛ چې یوازي ۶۰ توغندي د شیګل پر ولسوالۍ او دېرش هم پر دانګام ولسوالۍ توغول شوي دي.

خو د نوموړي په خبره چې دا راکټي حملې ځاني تلفات نه لري.

د راپورونو له مخې، د روان لمریز کال له پيله تر اوسه شاوخوا اوه سوه راکټونه د پاکستان له خوا د کو نړ پر خاوره لګیدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG