د لاسرسي ځای

برتانیې او پاکستان دترهګرۍ خلاف ژمنتیا ښکاره کړه


 ډیویډ کیمرون

ډیویډ کیمرون


د برتانيې وزیر اعظم ډېوېډ کیمرون وايي د افغانستان د سولې په عمل کې د پاکستان رول ډیر مهم دی، او یو پر امنه او باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

په اسلام آباد کې د پاکستان وزیراعظم نوازشریف سره د ملاقات نه وروسته ډیویډ کیمرون ګډې خبري غونډې ته اوویل : د ترهه ګرۍ پرضد جنګ کې ددواړو هیوادونو دوستان او دښمنان شریک دي. نوموړي زیاته کړه :

دترهګرۍ ضد جنګ کې دپاکستان او برطانیه دښمنان او دوستان شریک دي، مونږ به په ګډه د ترهګرۍ مقابله کوو.





د پاکستان وزیراعظم نوازشریف په دې موقع وویل: مونږ برطانیه یو نزدې ملګری ګڼو او په اقتصادي او تعلیمي څانګو کې د برطانیه مرستو ته د قدر په نظر ګورو. نوموړي زیاته کړه ،ترهه ګري د دواړو هیوادونو شریکه ستونزه ده.

کیمرون اسلام اباد ته په خپله دوه ورځنۍ دوره کې د پاکستاني مشرانو سره خبرې کړي دي، دې نه وړاندې هغه په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته د طالبانو سره د سولې د خبرو د ملاتړ لپاره تللی و.

XS
SM
MD
LG